1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجرو په بحران کي د آلمان رول ډېر مهم دی»

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۱۹, سه‌شنبه

د اروپايي اتحاديې د شورا رئيس دونلد توسک یووار بيا پر آلمان ږغ کړی چي د اروپا د سرحدونو په ساتنه کي خپله ونډه وساتي. نوموړي د مهاجرو په تړاو له آلمان د مخکښتوب غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1H2bT
انځور: Reuters

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

دونلد توسک «د اروپا وينا» په ترڅ کي ويلي دي چي «د اروپا راتلونکې به تر زیاتي اندازې د مهاجرو په بحران کي د آلمان په دريځ تړلی وي.» نوموړي دا څرګندوني د برلين د ديوال د چپه کېدو د ۲۶مي کليزي په ترڅ کي وکړې.

توسک د آلمان پر حکومت يووار بيا ږغ وکړ چي د مهاجرو بحران په موضوع کي خپل ځای وساتي. هغه خپله پخوانۍ غوښتنه بیا تکرار کړه چي آلمان بايد د اروپا د بهرني سرحدونو په ساتنه کي خپل مسؤليت پر ځای کړي.

توسک د خپلو څرګندونو پر وخت زياته کړه: «دا چي آيا اروپا به د آزادۍ، قانونيت او د هر اوسېدونکي د کرامت او امنيت د ستري وچي په توګه ژوندۍ پاته سي که نه، په حقيقت کي تر زياتي اندازې په آلمانيانو پوري تړلې خبره ده.»

«اروپا ټولو ته ځای نه سي ورکولای»

د اروپايي اتحاديې د شورا رئيس وويل چي شينګن تړون او په دې توګه د اروپايي هيوادونو خپلمنځي آزاد سرحدونه یوازي په هغه صورت کي ساتل کېدلای سي چي د اروپا دباندي سرحدونه وساتل سي. هغه زياته کړه: «دا هم بايد روښانه وي چي اروپا ټولو هغو انسانانو ته چي اروپا ته راتلل غواړي ځای نه سي ورکولای.»

د توسک په وينا انګېلا مېرکل په دې پوهېدلې ده چي مرسته څه معنا لري:«دا چي خپلي لېوالتياوي تر گډي ښې اروپا قربان کړل سي، او يا د هغو انسانانو (پناه غوښتونکو) له پاره چي اړ دي.» خو توسک زياته کړه چي له بل اړخه نور اروپايي هیوادونه هم بايد په دې ترڅ کي له آلمان سره همکاري وښيي. توسک چي د پولنډ پخوانی لومړی وزير وو، د يکشنبې (د نوامبر ۸ مه) په ماښام يې د آلمان د لومړۍ وزيري سره وليدل.

له۲۰۱۰م کال راهيسي د نوامبر پر ۹مه نېټه د برلين ديوال د نړېدو د کلنيو غونډو په لړۍ کي د توسک «د اروپا وينا» شپږمه مقاله وه. دغه لمانځني هر کال د «کونراد آدناور»، «رابېرت بوش» او «د برلين راتلونکی» په نوم بنسټونو له خوا تر سره کيږي.

دونلد توسک پنجشنبې ورځي ته (د نوامبر ۱۲مه نيټه) د اروپايي اتحاديې د دولتي او حکومتي مشرانو غېر رسمي غونډه رابللې ده چي مهمه موضوع به يې د پناه غوښتونکو بحران وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب