1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په کمپونو کې د ماشومانو د ساعتیرۍ لوبې

آژانسونه/ هاجره حرکت۱۳۹۴ آذر ۲۶, پنجشنبه

په کمپونو د مهاجرو ژوند هسې هم اسانه نه دی چې سړی گمان کوي. ډيري ورځنې مصروفت نه لري. خو د لوبو د سامانونو جوړنکی شتيفن مولهويزه غواړی د (پنځه ) په نامه د لوبې یو سامان سره مهاجرو ته د خوښۍ ساعتونه چمتو کړي.

https://p.dw.com/p/1HPA6
انځور: Ingrid Faber

د ماشومانو يا هم د لويانو د لوبو يا ساعتیرئ دغه سامان له يو ځای څخه بل ته په اسانئ سره لیږدول کیدای شي او لږ ځای نیسی. د دغه سامان جوړنکی شتيفن مولهويزه غواړي د (پنځه ) په نامه په خپلي دغې ولسیزې مرستندویه پروژې سره د مهاجرو له پاره د ساعتيرئ او پام اړولو شيبي برابری کړي.

دا چې شتيفن مولهويزه څرنگه د مهاجرو لپاره د ساعت تیرۍ او تفریح شرایط برابروي، د آلمان غږ راډوی ورسره مرکه کړی ده.

دویچه ویله: تاسی (د پنځه) په نامه د لوبو بکس د کډوالو له پاره جوړ کړی دی.دغه لوبې له نورو پيژندل شویو لوبو سره کوم توپير لري؟

شتيفن مول هويزه: د مهاجرو د استوگنې په ځایونو کې د ماشومانو لوبو او ساعتيرۍ له پاره څه نه شته. کله کله د لوبو د سامان مرستې کیږي. موږ يو ځلي د المان د فرانکفورت ښار ته نږدي هان د هوای ډگر په يو کمپ کی ولیدل چې د لوبو یو مات شوی سامان په دی نامه سره چې (انسانه مه په قاريږه!) شتون درلود. موږ د خپلې نشراتي موسسې څخه د لوبو کولو ځيني سامانونه هغوي ته ورکړل، خو ژر راته معلومه شوه چې د ژبې ستونزې په کښې وې.

هغوي ډير کله نه شي کولای چې د لوبو په څرنګوالي باندي وپوهیږي او هم هلته داسی څوک نه ول چې هغوي ته يې د لوبو قواعد روښانه کړی وايې.

ډير کله مرسته کونکي او هم په خپله مهاجر په دي لوبو باندې بوختیدل. نو له همدې کبله ماته روښانه شوه چې د مهاجرو له پاره د لوبو کولو څرنګوالی د لوستلو وړ شی، دوی بيا کولی شي هر چیرې پري لوبې وکړي.

په یوه بنده خونه کې چې دوي په واک کې لري، په هر ځای کي پر يو فرش باندی د کټ پر سر يا د ځمکې پر مخ کوم خاصي تختې ته اړتيا نه لري.

دويچه ویله: ډيرې کډوالو اوږده لار وهلی، ستړي او ستومانه وي لکه چې تاسې په خپله هم وويل په يوه ايساره فضا کي څرنګه کيدلای شي د دوي حالت يا فکر بدل شی؟

شتيفن مول هويزه: ډيرې وختونه مهاجر په انتظار کي تیروي. له دوی څخه ځينو يې زوریدونکی حالت او کړاو لیدلی وي. هغه څه چې د دوي پام اړولي شی، له دوی سره مرسته کوی چې په ورځني ژوند کې یې يو څه بدلون راشی.

موږ په خپله ليدلي چې د دوی حالت څومره ښه شوی. سړی په لومړي سر کي فکر کوي چې دا به امکان ونه لري، خو موږ لیدلي چې هغوی ترینه خوند اخيستي، خندلې يې دي او خوشاله شوي دي.

له دي څخه شکر ګذاره دي چې د ورځنی پروګرام په څير د خوراک په اړه يا خبرونو له پاره خپل مبايل تليفون ته وګوري. يانې د دوی فکر بلي خوا ته شوی او په لوبه کې بوخت شوی دي.

د آلمان د مهاجرو په کمپونو کې د ماشومانو له پاره د لوبو او ساعتیرئ ساماند آلمان د مهاجرو په کمپونو کې د لوبو سامان
د آلمان د مهاجرو په کمپونو کې د ماشومانو له پاره د لوبو او ساعتیرئ سامانانځور: Ingrid Faber

دويچه ويله:دا نو د دی معنی لري چې تاسي ته مهاجرو د (پنځه) په اړه خپل نظر ويلی دی؟

شتيفن مول هويزه: موږ په خپله چاپي موسسه کي د لوبي په اړوند پر يو عمل باندی لاس پوري کړی دی. په اوس وخت کی د هان په ښار کې د لومړنئ لوبې په توګه د (پنځه) په نامه لوبې ته مو پرمختګ ورکړی دی.

موږ په خپله لوبې له ډيري مودي راهیسی جوړې کړي او دا چې ژر په لوبه کې د ننوتلو امکان شته دی. د الماني يا سوریه يې ماشومانو سره دغه لوبه کیدلی شی، زه د لوبي په پلان کي کوم توپير نه راولم. لوبه خو هسی هم نړیواله ده او د دی ژبه د نړۍ په هر ګوټ کې د پوهیدلو وړ ده.

دويچه ویله: په دی توګه نو تاسې دغه لوبه د يو فرهنګي پول په توګه پيژنئ؟

شتيفن مول هويزه: هو بلی همداسی ده. هغه انسانان چې له نورو هېوادونو څخه المان ته راغلي دي او بیخي له يو بل ډول کلتور سره مخامخ شوی دي. د دوی دی ټکي ته پام کیږي چې دلته هم يو څه پيژني ورسره اشنا دي او هغه د لوبو داسی یوه بڼه ده چې ډير کله يې موخه مجازي وی او دغه لوبې سره ورته والي لري.

تاسی غواړئ په لومړي ځل کې د يوې خاصی بيلګي له پاره دغه سیالۍ کم له کمه په داسی يوه ایساره فضا کي وکړي دا په ټوله نړۍ کي د زرګونو کلونو په بهیر کي يو ډول ده. له دی کبله يو څه د رسمیت پيژندلو له پاره را منځ ته کیږي. کوم چې زه يې پيژنم او ډير ارزښت ورکوم.

پوښتنه: په دې بسته کې کوم ډول لوبي شته دي؟

شتیفن مويل هويزه: په دې کی ډيرې عادي لوبي د ماشومانو له پاره شته دی او هم کړکيچنې ستراتيزي لرونکي لوبې د لویانو له پاره. هم په کې داسي لوبي لکه سړی پر تخته باندې کاڼي اچوې او نور ترینه پټوي چا چی ډير کاڼي وګټل هغه ګټونکی شي. هم کوچنئ میموري لوبي او د حافظي د غښتلي کولو لوبي، هم داسي لوبي چې سړی يې يوازی ځانته هم کولی شي.

پوښتنه: ډيرې کډوال له اسلامي هېوادونو څخه راځي او حینې لوبی له مذهبي لحاظه نه کوي، تاسي په دی اړه کوم فکر کړی دی؟

شتیفن مويل هويزه:هو بلی څرګنده خبره ده چې دي ټکي ته مو پام شته. دا زما لومړنې پوښتنه وه چې ما را پورته کړی وه کله داسی شيبې راځي چې سړی ته شک پيدا شي، خو موږ پوهيږو چې داسی لوبی شته لکه سطرنج چې له عربي نړۍ څخه راغلي دي او هلته دود دي. دا کيدای شي پر کاغذ باندی لیکل شوې وی چې «حرام» دي، خو دا په ورځنی ژوند پورې اړه لري او زغمل کیږي. هغه کسان چې زموږ د لوبو پر سامان لوبې کوي په دی اړه هيڅ کومه ستونزه نه لري.