1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسامه په نوم فلم لوبغاړې دردونکی ژوند

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۷, جمعه

د افغانستان د سينما فلمي لوبغاړې مارینا گلبهاري د خپل یو مشهور فلم په خاطر په نړۍ کي وستائل شوه. هغه د خپل انځور په خاطر چې پوړنی یې نه دی پر سر د هیواد پریښودو ته اړه شوې او اوس د فرانسې د مهاجرو په یوه کمپ کې اوسیږي.

https://p.dw.com/p/1IidM
مارينا گلبهاري
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Young-joon

دوی چې پنځه میاشتي مخکې په فرانسه کې یوه فیستیوال ته راغلي ول، خپل ژوند په خطر کي ویني او ډیر لږ په عام محضر کې راڅرگندیږي.

د میرمن گلبهاري میړه عزیزي وایې: «موږ هیڅکله د خپل پاتېدو په هلکه فکر نه وو کړی، او هیڅ څه مو له ځان سره نه وو رااخیستي.» هغه زیاتوي چې په خپل هیواد کې د وژل کیدو له گواښ سره مخامخ دي له دې امله یې له بیرته ستنیدو څخه ډډه وکړه.

د ۲۰۰۱م کال په وروستیو کې مارینا گلبهاري لس کلنه وه، د "اسامه" په نوم فلم کې د اتل رول په لوبولو سره د گلډن گلوب جایزي گټونکې او بالاخره د سنیما په یوې مشهورې ستوري بدله شوه.

هغې د کابل پر سړکونو مجلې خرڅولې او پخپله هم د طالبانو رژیم د نسکوریدو او د دې په مخ د طالبانو له خوا د پلار د وهلو عینې شاهده ده.

د اسامه په نوم فلم کې نوموړۍ د یوې داسې نجلې رول لوبولی چې د طالبانو رژیم د واکمنۍ پر مهال یې د هلکانو کالي اغوستل، څو په آزادانه توگه د کابل پر سړکونو تگ راتگ وکړي.

گلبهاري چې اوس ۲۴ کلنه ده د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «سنیما زما ژوند دی. په یو فلم کې زه کولای شم د خلکو د ستونزو په هکله هر څه ووایم.»

د هغې مېړه نورالله عزیزې هم په افغانستان کې له فقر څخه د ځان خلاصولو له پاره د فلمبردارۍ صنعت ته مخه وکړه. نوموړی د هغو میلیونو افغانانو څخه یو دی چې په ۱۹۸۰م کال کې په افغانستان کې د شوري اتحاد د یرغل پر مهال پاکستان ته مهاجر شوی وو.

عزیزي چې اوس ۲۸ کلن دی خپل ماشومتوب په یاد راوړي او مخکې تر دې چې کابل ته ولاړ شي او هر کار ته لاس واچوي، د بوټانو جوړولو په یوه شرکت کې یې کار کاوه.

عزیزي او گلبهاري د فیسبوک له لارې یو بل وپيژندل او یو بر بل مئېنان شول، خو دغه کار د عزیزي کورنۍ د خفگان سبب وگرځید او د سپټمبر په میاشت کې د دوی د واده په مراسمو کې یې گډون ونه کړ.

عزیزې وایې: «دوی شرمیږي چې هغه زما میرمن ده، ځکه هغه د سنیما یوه هنرمنده ده او ټوله نړۍ کولای شي د هغې عکسونه وویني.»

لږ وخت نه وو تیر چې دوی له یوه بل سرخوږي سره مخامخ کیږي. د گلبهاري یو انځور چې د سویلي کوریا په یوه فیستیوال کې اخیستل شوی وو او دا پکښې سرلڅه وه د افراطي اسلامپالو له سخت غبرگون سره مخامخ شو.

د کاپيسا د یوه مسجد ملا اعلان وکړه چې گلبهاري باید بیرته ستنه نه شي. عزیزي وایې چې د دې ملا خبري په دې معنی دي چې گلبهاري باید ووژل شي.

لږ وخت وروسته په کابل کې د دوی د کور باغچې ته یو لاسي بم وروغورځول شو، خو ونه چاودید. دوی په پرله پسې ډول د تلیفون له لاري گواښل کیدل، څو مجبوره شول له یو کور څخه بل ته کډه شي.

د نوامبر میاشتې په مينځ کې دوی د فرانسې په لویدیځ کې "نانت" ته راغلل. گلبهاري باید دلته په یوه فیستیوال کې گډون کړای وایې. د کورنۍ غړو یې ورته وویل چې دوی باید هم هلته پاته شي، ځکه هغوې ته هم گواښونه شوي ول.

دغه میړه او ماینه د پاریس په ۹۰ کیلومترۍ (درو) سیمه کې د کډوالو په یوه کمپ کې پاته شول. د دوی په خونه کې ډیر زاړه او بیکاره شیان لیدل کیږي. گلبهاري کوښښ وکړ د دغه اجباري تبعید پر وړاندي مقاومت وکړي. هغې د ځان وژنې هڅه وکړه او اوس د«ډپریش» یا پریشانۍ درمل کاروي.

هغه زیاتوي: «ما غوښتل چې په فرانسه کې ژوند وکړم خو نه په دې شکل.»

دوی په ځانگړې توگه د خپلو افغانانو له تگ راتگ څخه په اندیښنه کې دي. عزیزې وایې: «دا ډیره مهمه ده چې مارینا ناشناسه باقي پاته شي.»

د اسامه فلم ډارکټر صدیق برمک چې تیر کال فرانسې ته مهاجر شوی دی وایې: «کله چې تاسې په افغانستان کې د یوه فلم لوبغاړی یا یوه برخه اوسئ، پر تاسې د کفر تور لگول کیږي. تل به په خطر کې یاست.»

کله چې گلبهاري بیرته خپلې نمناکې خونې ته راگرځي، د تونل په پای کې روښنایې نه لیدل کیږي. نوموړۍ زیاتوي: «مخکې تر دې مې د راتلونکي په هکله فکر کاوه، اوس یوازې تیر وخت ته اندیښمنه یم.»