1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو کړکېچ: مېرمنې که ماشومان، هيڅوک هم خوندي نه دي

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۲۹, دوشنبه

د نړۍ مشران نن د امريکا متحدو ایالاتو په نيويارک ښار کښې سره راټوليږي، څو د مهاجرو کړکېچ له پاره د حل لارې پيدا کړي. په ورته وخت کښې د ملګرو ملتونو شمېرې ښيې چې اوسمهال ۶۵.۳ ميليونه انسانان په ټوله نړۍ کښې مهاجر شوي دي.

https://p.dw.com/p/1K4sC
Türkei Migranten Wanderung Autobahn Richtung Edirne
انځور: Reuters/O. Orsal

د دوشنبې په ورځ په نيويارک کښې د مهاجرو د رامنځته شوي نړيوال کړکېچ په هکله د نړۍ مشران د يوې مهمي غونډي له پاره راټولیږي. په ټوله نړۍ کښې د ترهګرۍ او کړکېچونو له امله اوسمهال ۶۵.۳ ميليونه انسانان بې کوره شوي دي.

د امريکا متحدو ايالتو په نيویارک کښې د نړۍ د مشرانو په دې مهمه غونډه کښې به د مهاجرو اړوند کړکېچ په هکله خبرې اترې وشي. په دې هکله خيریه سازمانونو له بډايه هيوادونو څخه غوښتي دي چې د مهاجرو او بې ځايه شويو کسانو په هکله د خپلې برخې رول ولوبوي. د دوشنبې په ورځ غونډه به له ډيرو اړخونو د روان کړکېچ په هکله د خپل ډول لومړنۍ هڅه ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې اوسمهال په ټوله نړۍ کښې ۶۵.۳ ميليونه انسانان بې کوره شوي دي. تر دې غونډي وروسته د سه شنبې په ورځ د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په مشرتوب یو بل کنفرانس هم جوړيږي.

د کارپوهانو په اند، د مهاجرت کړکېچ په هکله دغه غونډه ډېره مهمه ده. که چيري د نړۍ مشران د روان کړکېچ په هکله پر یوه ګډه کړنلاره سره سلا شول، نو دې ستونزي ته به په اسانۍ سره د پای ټکی کښېښودل کيدای شي.

راځئ چې وګورو چې اوسمهال د نړۍ په کچه د مهاجرو د کړکېچ حالت څنګه دی او د دوی شمېر څومره دی؟

له هرو ۱۱۳ کسانو څخه يو يې یا د پناه غوښتنه کړې او يا هم بې کوره شوی دی او يا يې هم مهاجرت ته مخه کړې ده.

تير کال په نړۍ کې په اوسط ډول په هره دقيقه کښې ۲۴ کسانو د ترهګرۍ او کړکېچ له امله خپل کورونه پرېښي دي او يا يې خوندي ځايونو ته پناه وړې ده.

د ۲۰۱۵م کال تر پاپه پوري په نړۍ کې د جنګونو او ترهګرۍ له امله د ټولو بې کوره شوو کسانو شمېر ۵۶.۳ ميليونو انسانانو ته رسېدلی دی. په دې ډله کښې ۲۱ميليونه يې مهاجر شوي دي او شاوخوا ۴۰ ميليونه په خپلو هيوادونو کښې بې ځايه شوي دي او له دې ډلې څخه درې اعشاريه دوه ميليونه کسانو په نورو هیوادونو کښې د پناه غوښتنه کړې ده.

که د بې کوره شوو کسانو له پاره يو هيواد جوړ شي، نو دا به په نړۍ کښې تر ټولو د ډیر نفوس لرونکي ۲۱ هيواد شي. د دې بې ځایه شویو کسانو شمیر د ايټاليا تر نفوس ډيريږي.

په ټوله نړۍ کښې د مهاجرو د ټول شمېر نيمايي يې له درو هيوادونو څخه دي. چې په دې شمېر کښې ۴.۹ ميليونه د سوريې، ۲.۷ ميليونه د افغانستان او ۱.۱ میلیون کسان په صوماليا هیواد پوري اړه لري.

په خپل هيواد کښې د کورني بې ځايه شويو تر ټولو لوړ شمېر په کولمبيا کښې دی چې شمېر یې ۶.۹ ميليونو انسانانو ته رسيږي. په دويم ځای کښې سوريه چې پکښې ۶.۶ ميليونه انسانان بې کوره شوي او په دريم ځای کښې عراق دی چې ۴.۴ ميليونه انسانان په خپل هیواد کښې در په دره دي.

د تازه شمېرو له مخې ۸۶ سلنه مهاجرو ته په پرمختللو هيوادونو کښې پناه ورکړل شوې ده. له دې ډلې څخه ترکيې ترټولو ډیرو مهاجرو یعنې ۲.۵ ميليونو کسانو ته پناه ورکړې ده.

لبنان داسې هيواد دی چې خپل ټول نفوس ته په کتو يې تر ټولو ډیرو مهاجرو ته ښه راغلاست ويلی دی. په دې هيواد کښې شاوخوا هر پنځم کس مهاجر دی.

د نړۍ له هرو ۲۰۰ماشومانو څخه يو يې مهاجر دی. د تيرې لسيزي په پرتله د مهاجرو ماشومانو شمېر تر دوه برابره هم ډېر لوړ شوی دی.

د داسې ماشومانو په شمېر کښې هم ډېروالی راغلی چې پرته له کورنۍ او په يوازې سر د هيوادونو له پولو تيريږي او نورو هيوادونو ته مهاجر کیږي. تیر کال تر يو لک زياتو ماشومانو په ۷۸ مختلفو هيوادونو کښې د پناه غوښتنه کړې ده. د ۲۰۱۴م کال په پرتله دغه شمېر تر درې برابره هم اوښتی دی.

مهاجرت