1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرينو نړيواله ورځ

حسن » بری «۱۳۸۵ خرداد ۳۱, چهارشنبه

راتلونکې سه شنبه د غبرگولي د مياشتې ٣٠ نيټه چې د روان ميلادي کال د جون د مياشتې له ٢٠ نيټې سره برابره ده، د مهاجرينونړيواله ورځ ده.

https://p.dw.com/p/DMrW
انځور: AP


په تيرميلادي کال کې د نړۍ د مهاجرينو د حالت په هکله د ملگروملتونو د مهاجرينو د ټولنې ) يو ان ايچ سي آر ( د هغه راپورله مخې چې، تيره جمعه د غبرگولي د مياشتې ١٩ نيټه خپورشو، که څه هم چې په ٢٠٠٥ ميلادي کال کې نوروهيوادونوته د هجرت کونکوشمير د ٢٠٠۴ ميلادي کال په پرتله ټيټ شويدی ـ

په ٢٠٠۴ ميلادي کال کې ٥،٩ ميليونه او په ٢٠٠٥ ميلادي کال کې ۴،٨ ميليونه مهاجرين ـ سره لدې هم د هغووگړو مجموعي شميرچې د ) يو ان ايچ سي آر ( لخواژغورل شوي اومرسته ورسره شويده، د ٣،١ ميليونوپه کچه لوړشوی او ٨،٢٠ ميليونوته رسيدلی دی. دغه لوړوالی اصلاً د هغوانسانانو د شمير د لوړيدوله کبله مينځته راغلی دی، کوم چې په خپلوهيوادونوکې دننه هجرت ته مجبورشوي او د مهاجرت په حالت کې ژوند کوي.

اروپايي ټولنه له پناه غوښتونکوسره مرسته کوي؟
اروپايي هيوادونه اوپه ځانگړې توگه بياداروپايي ټولنې هيوادونه، له ډيروکلونوراهيسې، د مهاجرينواو پناه غوښتونکو دمخنيوي لپاره، له هيڅ ډول هلوځلوڅخه ډډه نه کوي. په سلواکياکې مهاجرين، حتی هغه کورنۍ چې واړه ماشومان لري، د شپږومياشتولپاره زنداني کيږي. په دغوشپږومياشتوکې حبس شوي مهاجرين، په ورځ کې صرف دوه ځلي د نيم ساعت لپاره، د زندان په سرای کې د قدم وهلواجازه لري. د ) يو ان ايچ سي آر ( د راپورونوله مخې، ځيني چيچينيان له سلواکيا څخه اوکراين اوله اوکراين څخه روسيې ته بيرته ليږل شويدي. داروپايي ټولنې هيوادونه غواړي چې خپلوهيوادونوته د غيرقانوني پناه غوښتونکو بهير ودروي. د پناه غوښتونکو ژغورنه اوله هغوۍ سره مرسته په دوهمې ليکې کې ولاړدي.