1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرینو بحران: اردوغان هیڅ ژمنه نه کوي

۱۳۹۴ مهر ۱۴, سه‌شنبه

دا چې د ترکیې له ولسمشر اردوغان سره خبرې اترې ستونزمنې وي ، په بروکسل کې دیپلوماتانو هم همدا تمه درلوده. خو له دغو خبرو اترو څخه د کډوالو د ستونزو د حل له پاره د ترکیې په مرسته هم کومه مشخصه نتیجه ترلاسه نه شوه.

https://p.dw.com/p/1GjWr
انځور: Reuters/F. Lenoir

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان او د اروپایې اتحادیې لوړ پوړو سیاستوالو په بروکسل کې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د سوریې په شمال کې د یو امن سیمې د رامنځته کولو په هکله بحث وکړ.

د اروپایې شورا رئيس دونالد توسک، له اردوغان سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې وویل چې اروپا باید خپل سرحدونه:«لا بهتره وڅاري... دا د بحث وړ موضوع نه ده.» هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې له اردوغان سره په سوریه کې د یوط حائلې سیمې د رامنځته کولو په هکله هم خبرې شوې دي.

ترکیه او د سوریې د حکومت مخالفین له مودو راهیسې په سوریې کې د یو ممنوعه فضايې حریم د رامنځته کولو غوښتنه کوي، څو د دغه هیواد پر فضايې حریم د سوریې د پوځ حاکمیت پای ته ورسول شي.

د «PKK» گوند ته باید هیڅ ډول مشروعیت ور نه کړل شي

دا چې اردوغان د سوریې د ولسمشر بشارالاسد یو له ډیرو سختو مخالفینو څخه دی،کومه نوې خبره نه ده. د ترکیې ولسمشر په بروکسل کې وویل چې د مهاجرینو ستونزې د حل له پاره د پرواز د ممنوعه سیمې سربیره« له ترهگرو څخه امن سیمې» رامنځته کول اړین دی.

اردوغان د خپلو خبرو په دوام له اروپا څخه وغوښتل چې نه یوازې د« اسلامي دولت» یا پخواني داعش، بلکې د کردستان د کارگر گوند«PKK» پر وړاندی د مبارزې په برخه کې دې هم د ترکیې ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړه دا چې ځینې په عمل کې له«PKK» سره د یوه ترهگریز سازمان په حیث چلند نه کوي، د خفگان ځای دی.

د ترکیې ولسمشر جگړه مار او د کردانو اتحادیې له«اسلامي دولت» ډلې سره په یوه کټه گورې کې راوستل. د هغه په خبره د«اسلامي دولت» ډلې پر وړاندی د جگړې له امله باید د«PKK» گوند ته مشروعیت ور نه کړل شي.

د اروپا د اتحادیې د پارلمان رئیس، مارتین شولتز او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د اروپا د اتحادیې د پارلمان رئیس، مارتین شولتز او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغانانځور: Reuters/F. Lenoir

د اروپایې اتحادیې د کمیسیون مشر ژان کلود یونکر له اردوغان سره تر لیدنې کتنې مخکې اعلان کړی وو چې د کډوالو د بحران په اړه به له خپل« دوست» سره یوځای د گډ غبرگون طرحه وړاندی کړي.

د آلمان د« فرانکفوته الگماینه سایټونگ» ورځپاڼې د یو گډ غبرگون د طرحې په هکله رپوټ ورکړی وو چې د ترکیې په خاوره کې د مهاجرینو له پاره د شپږو کمپونو جوړول په کښې په پام کې نیول شوې دي، او د دغې طرحې پر اساس اروپایې اتحادیه موظفه ده چې نیم میلیون کډوال د اروپا براعظم ته انتقال کړي.

سربیره پر دې د دغې طرحې پر اساس ټاکل شوې ده چې د یونان او ترکیې د ساحلي گارد ځواکونه په گډه خپل کار پر مخ پوزي. په بروکسل کې دیپلوماتانو ویلي دي چې اردوغان د کډوالو له پاره د نوو کمپونو جوړولو ته امادگي ښودلې ده.

د ترکیې ولسمشر له لوړپوړو اروپایې چارواکو سره تر لیدنې کتنې مخکې د کډوالو په هکله د اروپا پر سیاست نیوکه وکړه. هغه ويلي وو:« په داسې حال کې چې مونږ ۲،۲ ملیونه کډوال منلي دي، اروپا په مجموع کې تر ۲۵۰ زرو لږو مهاجرو ته ځای ورکړی دی.»