1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجر لیکوالانو له پاره ادبي انټرنټ پاڼه

۱۳۹۶ اردیبهشت ۳۰, شنبه

د «ليکنو ته دوام ورکړئ» تر عنوان لاندې یوه نوي ادبي انټرنټ پاڼه مهاجر لیکوالانو ته دا امکانات برابروي چې په آلمان کې خپل آثار خپاره کړي. هغوی کولای شي له آلماني لیکوالانو سره په همکارۍ او نظر شریکولو شريک کار وکړي.

https://p.dw.com/p/2dHW2
Deutschland weiterschreiben.jetzt | Tammam Azzam / Fotografie
انځور: weiterschreiben.jetzt/Tammam Azzam

د دغې پروژۍ په ترڅ کې پناه غوښتونکي او آلماني لیکوالان په ګډه پر متنونو او ترجمو یا ژباړو کار کوي او بیا یې خپروي. سونیا لیبر، تانیا دیوکرز، مونیکا رنک، او دیوید واګنر د دغې پروژۍ پر عملي کولو ګډ کار کوي.

د نوموړۍ پروژۍ مبتکرینو انیکا رایش او اینس کاپرت د پنجشنبې په ماښام (د می میاشتې ۱۸) په برلين کې دغه پروژه معرفي کړه.

رایش چې پخپله هم یوه لیکواله ده وویل: «موږ د جګړه ځپلو سیمو له ښځینه او نارینه لیکوالانو سره خبري وکړې او پوښتنه مو ترې وکړه چې دوی د ځان له پاره څه آرزو لري. ځواب دا وو چې :لیکنو ته دوام ورکول».

د هاینریش بویل بنسټ پورې اړوند د ګوندا- ورنر موسیسې د «موږ دا کار ترسره کوو» پروګرام یا ابتکار له خوا د دغې پروژۍ ملاتړ کیږي. تر ټولو په لومړي قدم کې دا د فراري یا تښتیدلو لیکوالانو له پاره یو چتر دی، تر څو دوی وکولای شي له خپل هیواد څخه بهر هم له خپلو آلماني همکارانو او نشریاتي شرکتونو سره په تماس کې پاتې شي. د دې ادبي انټرنټ پاڼې ادرس:(www.weiterschreiben.jetzt).

لومړنې متن چې لا پخوا د دغې پروژۍ په لړ کې خپور شوی دی د جلال احمدي په نوم د یوه مشهور یمني شاعر وو. ټاکل شوې ده چې د روان میلادي کال تر پایه پورې به د دغې پروژۍ په ترڅ کې د ۴۰ نورو آثارو د خپرولو په برخه کې هم مرسته وشي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.04.2015):