1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د موسیقي له لاري سولې ته د خلکو هڅول

وصلت حسرت نظیمي۱۳۹۱ آبان ۵, جمعه

د پاکستان نوموتی سندر غاړی راحت فتح علي خان وايي چي د سولي له پاره سندري وايي. دغه سندرغاړی د هندوستان د سینما (بالیوود) له پاره هم سندرې وایي.

https://p.dw.com/p/16XhL
انځور: DW/W. Hasrat-Nazimi

راحت فتح علي خان قوالي له خپل ماما نصرت فتح علي خان څخه زده کړې ده. نصرت فتح علي خان په نړۍ کې د قوالي موسیقي یو له روښانه ستورو څخه دی. خو راحت هم د خپل ماما پر پلونو قدمونه ایښي دي او اوس یې د یوه خاص سبک لرونکي سندرغاړي په توگه نوم گټلی دی. راحت فتح علي خان په فرانکفورت کې له دويچه ويله سره په يوه ځانگړې مرکه کي وایي چې غواړي د سندرو له لارې خلکو ته د سولې او میني پیغام واستوي.

دویچه ویله: تاسو له ډیر ماشومتوبه د سندرو په ویلو پیل کړی دی. تاسو څه شي سندرو ویلو ته وهڅولاست؟ له موزیک سره مو څرنگه مينه پیدا کړه؟

فتح علي خان: قوالي او صوفیزم له ۳۰۰ کلونو راهیسې زما په کورنۍ کې ریښې غځولي دي او موږ دغه روش نورو ته معرفي کوو. زما نیکونو ته فرمان ورکړل شوی وو چې دغه ډول موسیقي وغږوي. دا د سولې، دوستۍ او میني یو پیغام دی، چې د خواجه محی الدین چیشتي له خوا پر مخ بیول شوی وو. دغه ډ‌ول موسیقي له ۳۰۰ کلونو راهیسې د قوالي په نوم پیژندل کیږي. زه د نصرت فتح علي خان له کورنۍ سره تړاو لرم. له ماشومتوبه مې غوښتل چې سندري ویل زده کړم. کله چې به مې نصرت فتح علي خان د سندرو ویلو په حال کې لیده نو غوښتل به مې چې د هغه په څیر سندرې وویلای شم.

دویچه ویله: ډیر کسان صوفيانه او د هیواد له پاره سندري وایي. تاسو د خپل موزیک له لاري څه ویل غواړئ؟

فتح علي خان: دا یوازي د هیواد له پاره سندري نه دي. دا موسیقي ډیر اړخونه لري. دا ډول موسیقي ان کولای شي چې په اوریدونکو کې انقلابونه رامنځ ته کړي او د هغوی سترگې پرانیزي. سندر غاړی کولای شي چې د خپل اواز په واسطه اوریدونکو ته یو پیغام واستوي. د بیلگې په توگه سندرغاړی کولای شي چې خلکو ته پیغام ورکړي چې خپل وسلې پر ځمکه کیږدي او له سولې سره یو ځای شي.

دویچه ویله:  په پاکستان کې خلک سندرغاړو ته په کومه سترگه گوري. ایا د هغوی قدر کوي؟

فتح علي خان: هو، خلک د سندرغاړو ډیر قدر کوي. له ما سره ډیره ښه رویه کیږي. زه د پخوا په اړه څه نه شم ویلای خو اوس د دې ډول موسیقي له کبله د پاکستان نوم په ټوله نړۍ کي ځلیږي. نصرت فتح علي خان له دې موسیقي سره په د پاکستان نوم روښانه کړ او زه غواړم دې کار ته دوام ورکړم.

دویچه ویله: په هندوستان کې پاکستاني سندرغاړو ته په کومه سترگه کتل کیږي؟

فتح علي خان: په هندوستان کي خلکو زما سره ډیره مینه ښودلې ده. له ما سره یې د یوه پاکستاني په څیر نه، بلکې د یوه سندرغاړي په توگه چلند کړی دی. هغوی زما ډیر قدر کوي او زه له دې کبله ځان ډیر خوشبخته بولم.

دویچه ویله: ایا ستاسو موسیقي په پاکستان او سیمه کې د افراطیت د پرمختگ مخه نیولای شي؟

فتح علی خان: موسیقي د روح غږ دی او کولای شي چې غرونه وخوځوي. خلک د روح پیغام د غږ له لارې تر لاسه کولای شي. دا غږ دی چې په خلکو کې بدلون راولي.

دویچه ویله: تاسو په افغانستان کې هم ډیر مینه وال لرئ.

راحت فتح علي خان: زما نیکونه له افغانستان څخه دي. که زه افغانستان ته دعوت شم نو زه غواړم چې دې هیواد ته ورشم او هلته کنسرت ورکړم. زموږ د دین اسلام دروازې د ټولو پر مخ پرانیستې دي. خلک باید یوله بله سره مینه ولري او په سوله کې ژوند وکړي. نور باید جگړه پای ته ورسیږي. که موږ سوله راولو نو موږ بايد د هغو خلکو یاد تازه کړو چې له سولې سره مینه لري.

دویچه ویله: تاسو د هندوستان سینما (بالیود) ته هم ډیرې سندرې ویلي دي. ایا داسې پلانونه لرئ چې له هالیود (د امریکا سینما) سره هم همکاري وکړئ؟

راحت فتح علي خان: موږ همدا اوس پر یوې پروژې باندې کار کوو. زما نه د هالیود ډیرو موسیقي جوړونکو غوښتي دي چې ورسره کار وکړم. موږ به په ۲۰۱۳ کال کې یو نوی ویدیويي کلیپ هم ولرو.

دویچه ویله: ایا داسې يو سندرغاړی شته چې تاسو غواړئ په گډه کار ورسره وکړئ؟

راحت فتح علي خان: ما ډیر غوښتل چې له مایکل جکسن سره یو ځای سندرې ووایم. هغه پخپله له نصرت فتح علي خان سره ډیره مینه درلوده. زه له مایکل جکس او د هغه له موسیقي سره ډیره مینه لرم.