1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مونشن د قاتل پلار: په مرگ گواښل کیږو

آژانسونه/ حرکت۱۳۹۵ مرداد ۱۱, دوشنبه

د مونشن په ښار کې په ډله ايزه توګه د خلکو وژونکی ايراني هډه "داويد علي س" پلار او مور وايې چې د مرګ ګواښ ورته کيږي.

https://p.dw.com/p/1JZXR
انځور: DW/D. Regev

د آلمان په مونشن ښار کې د یوې ډله ایزي وژني د قاتل ايراني هډه "داويد علي س" پلار او مور وايې چې د مرګ ګواښ ورته کيږی. د رسنیو د راپورونو له مخې د داوید علی پلار ویلي دي،چې د دغو وژنو احتمالي لامل د ښوونځی په ټولګي کي د زده کوونکو له خوا د ده د زوی، زورول ول.

په المان کې د یوې ورځپاڼي د راپور له مخې د "داويد علي س" پلار او مور ته د وژلو پيغامونه رسېدلي دي. د "داويد س" پلار د " بیلد ام زونتاګ" ورځپاڼي ته ويلي دي چې د هغه حالت ډير خراب دی او ميرمن يې يوه اوني کیږي چې د ژړا په حالت کې ده.

هغه وايې: «موږ ته څو ځلې د مرگ ګواښ شوی.» او زياتوی: «زموږ ژوند نور په مونشن کې له منځه تللی.»

یوه اونۍ تر مخه په مونشن کې اتلس کلن "داويد اس" د المپيا ستر پلورنځي ته نږدي نهه کسان په ډزو سره ووژل چې ډير ئې ځوانان ول. ورپسې هغه خپل ځان وواژه.

د "داويد علي س" د اعمالو لاملونه او پايلي

د شپيګل اونيزي مجلې د معلوماتو له مخې دغه ځوان په روحي ناروغۍ اخته وو او د جون تر مياشتي پوري پخپله خوښه د درملني له پاره رواني ډاکټر ته تللی.

د داسي تاو تریخوالي عمل یو لامل دا هم کيداي شی چې هغه به په ښوونځي کې د زده کوونکو له خوا په ډله ايزه توګه زورول کیدی.

د داويد علې پلار وايې چې د خپل زوی له پلانونو څخه خبر نه وو. هغه حتي د يوې وسلې له شتون څخه بې خبره وو. داوید علې دغه وسله په اصطلاح د انترنت «توري شبکې»Darknet)) څخه ترلاسه کړې. دغه شبکه په پټ ډول د رمز په کارولو سره کار کوي.

د داوید علي، پلار له دغي ورځپاڼي سره په خبرو کې ویلي دي چې د زوی پخوانی کوچنی نوم يې"علي" وو. خو وروسته يې زوي کیدای شې چې په ښوونځي کې د زوروونو له کبله خپل نوم بدل کړی وي. وروسته هغه نه غوښتل چې څوک يې د «علی» په نامه ياد کړي.

په مونشن کې برید کونکې، بريد له یو کال راهيسې پلان کړی وو

د داوید، پلار وايې چې زوي يې هيڅکله په ښوونځی کي د زوروونو په هکله ورته څه نه دي ویلي. خو هغه شا او خوا څلور کاله ترمخه د د داويد د یوه تن ټولګۍ وال څخه د هغه د زوروونو په هکله اوریدلي دي. کوښښ يې کاوه چې خپل زوی له دي ښوونځې څخه وباسې او د دې ښوونځې له ښوونکې سره يې په دې اړه خبري کړي وې.

د داويد علي پلار وايې چې په ښوونځي کې له يو ځينو زده کونکو څخه يې د زوي د زورولو له کبله شکايت کړی خو دغه شکایتونو کوم ځای نه دی نیولې او دوسیه يې پای ته رسیدلي اعلان شوې وه.