1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مونشن د پیښې وروسته یو ۱۶ کلن افغان نیول شوی

آژانسونه / ش.ر.ن.۱۳۹۵ مرداد ۴, دوشنبه

د آلمان پولیسو هغه افغان ځوان نیولی دی چې ویل کیږي د مونشن د پیښې د قاتل دوست وو. دغه ۱۶ کلن ځوان تورن دی چې د ایراني ـ آلماني قاتل له تصمیم څخه خبر وو خو چارواکو ته یې اطلاع نه ده ورکړې.

https://p.dw.com/p/1JVgA
Bundespolizei am Flughafen von München Bayern Bewaffnet
انځور: picture-alliance/dpa/M.Balk

په همدې منځ کې د هغه ۱۸ کلن ایراني الاصله الماني په هکله نور جزویات روښانه شوي دي چې د تیرې جمعې په ماښام یې د آلمان په مونشن ښار کې ۹ تنه په ډزو وویشل او په پای کې یې ځان هم وواژه.

پولیسو اوس هغه ۱۶ کلن ځوان هم نیولی دی چې ویل کیږي وروسته تر دغې پيښې په خپله د گواهي ورکولو له پاره امنیتي چارواکو ته ورغلې وو.

د پولیسو په وینا دغه ځوان چې د دویم ځل تحقیق پر مهال یې ضد و نقیض خبرې کړي دي اوس د اطلاع نه ورکولو په جرم تر پوښتنو او گروږدنو لاندی نیول شوی دی. دغه افغان ځوان چې د آلمان د قانون له مخې یې د نوم یادولو اجازه نشته، د یکشنبې په ورځ (وروسته د ماسپښین له ۶بجو او ۱۵ دقیقو) په خپل کور کې نیول شوی.



دقيق پلان

د بایرن ایالت چارواکو ویلي دي چې دغه افغان ځوان د وتس آپ له لارې له قاتل سره اړیکه درلوده او تر پیښې څو شیبې مخکې یې له هغه سره لیدلي وو.

مخکې تر دې معلومه شوې وه چې د پیښې ۱۸ کلن عامل خپل دا کار یو کال مخکې په دقیق ډول پلان کړی وو. د ښوونځي دغه زده کونکی چې پر رواني ناروغۍ اخته وو، د دغې وژنې له پاره د تیارۍ نیولو په خاطر د شتوتگارت په څنډه کې د وینندن ښار ته تللی وو. په کوم ځای کې چې پخوا دې ته ورته جنون آمیزه وژنه ترسره شوې وه.

تر اوسه پورې د ترلاسه شوو شواهدو له مخې هغه خپل قربانیان چې اکثریت یې د مهاجرت ریښه لري مخکې تر مخکې نه وو مشخص کړي.

نوموړی د جمعې په ماښام د مونشن ښار د المپیا د خریدارۍ مرکز مخې ته ۹ تنه په ډزو وویشتل او وروسته بیا جسد یې د پيښې له ځای څخه د یو کیلومتر په فاصله کې وموندل شو، چې په خپله یې ځان وژلی وو. د بایرن ایالت د جنایې چارو ادارې د معلوماتو پر بنسټ په دې پیښه کې ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي چې د دریو تنو روغتیایې حالت یې د اندیښنې وړ دی.

تر درملنې لاندی

د پولیسو په وینان دغه قاتل چې د «له ټولنۍ ویره» او پریشانې په رواني ناروغۍ اخته وو او د دوو میاشتو له پاره په یو کلینک کې بستر شوی وو په ۲۰۱۲ کال کې د خپل همصنفیانو له خوا زورول کیده. خو څیړونکي وایې چې تر اوسه پورې داسې شواهد په لاس کې نه لري چې د هغه دا عمل دې له هغه زورونې سره کوم تړاو ولري.

د هغه په خونه کې د «په ذهن کې جنون امیزه ‌ډزې ـولې یو زده کونکي په وژنې لاس پورې کوي» تر عنوان لاندی کتاب هم موندل شوی.

هغه د فیسبوک د یوه جعلي ادرس له لارې خلک دغه رستورات ته دعوت کړي ول. خو هغه کسان چې له دې پاڼې سره یې تماس درلود په قربانیانو کې نشته. دغه ۱۶ کلن افغان ځوان هم تورن دی چې د فیسبوک له لارې په پيغام استولو کې یې برخه اخیستې وه.