1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مونشن په نړيوال امنيتي کانفرانس کي دافغانستان د راتلونکي په باب خبري

۱۳۸۸ بهمن ۱۹, دوشنبه

نړيوال امنيتي کانفرانس د ايران، چين او بې وسلې کولو له موضوعگانو څخه وروسته د يکشنبې په ورځ بېرته خپلي اصلي موضوع ته راوگرزېد. د شمالي اطلس د نظامي ټلوالي ناټو راتلونکې هغه موضوع ده

https://p.dw.com/p/LvTs
د مونشن په امنيتي کانفرانس کښي حامد کرزی د خبرو پر مهال
د مونشن په امنيتي کانفرانس کښي حامد کرزی د خبرو پر مهالانځور: DW

چې د دې کانفرانس د جوړېدني د کال 1962 ميلادي راهيسي هرکال پکښې تر بحث لاندې نيول کيږي . خو دغه دفاعي ټلواله د سړې جگړې ترپای ته رسېدو وروسته اوس کومه ټاکلې او يو اړخيزه دنده نه لري . ناټو په تېرو کالونو کې ځان د يو زيات شمېر پېښتو مسئول بللی، له انټرنيټي لاسوهونو څخه نيولې تر انساني مرستو او يا په لانجمنو سيمو کې مداخله . د ناټو عمومي سکرتر اندريس فوغ راسموسين باور لري چې په راتلونکې کې به هم همداسي پاته کيږي . د ناټودغه دنمارکي مشر د مونشن په کانفرانس کې ناټو ته د نوو ستراتيژيکي پلانونو وړانديز وکړ او ويې ويل:

(دا د ټاکنې موضوع نه ده، چې له ناتو څخه يو نړيوال امنيتي اجينټ جوړ کړل شي، بلکه دا د ضرورت خبره ده . نړيوال کېدل زموږ په ژوند کې يو نه بدلېدونکی حقيقت گرزېدلی دی . ټولني نه يواځي دا چې هغه به مني بلکه له هغه سره به ځانونه هم عياروي . زه په دې کې هيڅ شک نه لرم، چې ناټوبه هم دې چلنج ته ځان چمتو کوي.)

خو د ناټوټول غړي يوه په نړيواله سطحه سره فعاله ناټو نه غواړي . د آلمان د پوځ وزير کارل تيودور څو گوتنبرگ په دې اړوند د مونشن کانفرانس کې خپلې اندېښنې په ډاگه کړې . کار پوهان په دې نظر دي، چې ناټو ښايي اول خپله درنده دنده سر ته ورسوي، يعنی افغانستان کې ثبات راوستل .

د ناتو غړو هېوادونو څو ورځي دمخه د لندن په غونډه کې د افغانستان دپاره خپله نوې ستراتيژي سره طرح کړه . څو گوتنبرگ يقين درلود، چې دا جوړښت به ډېر ژر مثبته نتيجه ورکړي .

څو گوتنبرگ وايي : (وروسته له څرگندو سهوو، نيمگړتياوو او د عملي کولو له کمښت څخه اوس موږ خپل عسکر زياتوو، خو نه يواځي همدغومره، بلکه د روزني او ژغورني پر سمه لار . د امريکې متحده ايالتونه تر ټولو دروند بار وړي . مگر کولی شي زموږ پر ملگرتيا باندي باور ولري .)

دا چې د امريکې متحده ايالتونو له خپلو اورپايي ملگرو څخه د ډيرو سرتېرو هيله درلوده، د مونشن په غونډه کې کوم يادون ترې ونه شو. کېدلی شي، چې دا د نارضايت يوه نخښه وي، چې د امريکې متحده ايالتونو سږکال کوم لوړ پوړی پلاوی د مونشن غونډي ته نه وو رااستولی . نه د پوځ وزير رابرت گيټز او نه د بهرنيو چارو وزيره ميرمن هلري کلنټن . د هغه پرځای افغان مشر حامد کرزي خپل پلانونه څرگند کړل . کرزي د جبري پوځي خدمت خبره وکوله تر څو دې موخو ته ورسېدلی شي :

ده وويل،

(موږ ښايي تر 2012 ميلادي کاله پورې 3 لکه روزل شوي افغاني سرتيري او څارندوی په خدمت کې ولرو، تر څو وکولی شو، د هېواد د ډيري برخي امنيتي مسئوليت پرغاړه واخلو. او په پنځو کالونو کې ښايي افغانستان پخپله پر دې باندې وتوانيږي، چې د ټول هېواد امنيت وساتلی شي.)

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د ايستلو په هکله هر وياند يادوني وکړې . د کرزي برخلاف، لويديزوالو د خپلو عسکرو د ايستلو د پاره د نېټې له ټاکلو څخه ډډه کوله .

اندرياس نول/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري