1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مونشن کلني امنيتي کنفرانس ته يو نظر

۱۳۸۸ بهمن ۱۵, پنجشنبه

د افغانستان راتلونکی، د هستوي وسلو کمول ، د منابعو د امنيت ساتل او په منځني ختيځ کي وضعيت د دغه کنفرانس محوري موضوعات جوړوي

https://p.dw.com/p/Ls6y
د مونشن کلني امنيتي کنفرانس تالار
د مونشن کلني امنيتي کنفرانس تالارانځور: AP

نن چي د آلمان د مونشن په ښار کي کلنی امنيتي کنفرانس دايریږی ،يو کال مخکي د دغه کنفرانس سازمان ورکونکي، ولفګانګ ايشينبرګر د مونشن په سخت ژمي کي پر دغه کنفرانس باندي د سياسي پسرلی نوم کښيښود. دا په دې وجه چي په سپينه ماڼی کي بارک اوباما د لومړي تور پوستي امريکايي په توګه د جمهوري رياست لپاره څو ورځي مخکي لوړه کړي وه او د نړۍ د سولي او امن لپاره ډيري هيلي پيدا شوي وې .

دغه کنفراننس ته په هغه وخت کي اوباما خپل مرستيال جو بايدن استولی ؤ. هغه د يو مصونی نړي لپاره د اوباما پيغام وړاندي کړ: «د نړیوالی همکاريو لپاره ډيالوګ، د وسلو کمول ، په افغانستان او منځني ختيح کي د سولي د راوستلو لپاره نوی هلي ځلي. »

په دغه پيغام سره امريکا خپلو متحدينو ته نوي هيلي ورکړې، اولکه څرنګه چي د مونشن د کنفراسن سازمان ورکونکی ايشنبرګر وايي:

«اوس د امينت ټولنه غواړي چي څه وخت او څرنګه دغه هيلي د عمل په ډګر کي پلي کړي ،د وسلو کمول او د وسلو کنترول څرنګه کيږي، په منځني ختيځ کي څه پيښيږي، دا هغه څه دي چي مونږ غواړو د مونشن په کنفرانس کي پرې بحث وکړو».

خو له دغو ژمنو او وعدو څخه يو کال تير شو، دا دی د مونشن امنيتي کنفرانس بيا دايريږي، د هغه سازمان ورکونکي ايشنبرګر دا ځل د کنفرانس شعار دا ګرځولی چي « د خبرو پر ځای عمل» په خاصه ډول دغه شعار د افغانستان په موضوع کي ښه صدق کوي . يواځي همدا تيره اونی په لندن کي د افغانستان کنفرانس داير شو. هلته جمهور ريیس حامد کرزي ژمنه وکړه چي افغانستان به په راتلوکو پنځو کلونو کي د خپل هيواد امينت پخپله ساتي ،

« افغانستان نه غواړي چ د خپلو متحدينو او ملګرولپاره د اوږو د پيټي په توګه پاته شي، افغانستان به ډير ژر له خپلي خاوري او خپل اولس څخه د دفاع مسؤلیت په خپله غاړه واخلی».

د مونشن په کنفرانس کي له کرزي سره د ناټو مشر اندرز فوګ رازموسن، د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتبرګ او د امريکا متحده ايالاتو ځانکړي استازي، ريچارد هولبروک خبري کوي . څو ګوتبرګ وويل چي دغه کنفرانس ډير زيات مشورتي حيثيت لري او په هغه کي پريکړي نه کيږي . په دې وجه په دې کنفرانس کي سړی کولای شي چي په آزاد ډول پرمختلفو مسايلو باندي بحث وکړي ،

« البته مسايلو کي استدلال اهمیت لری ، څوک چي استدلال ونسي کولای، ښه دی چي چپه خوله پاته شي . په تيرو کلونو کي هم د دغه کنفرانس خصوصيت همدا ؤ . د مونشن په کنفرانس نه يواځي خبري کيږي ،بلکه غوږ هم نيول کيږي .»

دغه کنفرانس ته د نړۍ يو شمير لوړ پوړي چارواکي او امنیتي مشاروين بلل شوي دي . خو دا ځلي ځيني دايمي ميلمانه لکه د آلمان صدراعظمه او د امريکا دمتحده ايالاتو د دفاع وزير پکښي ګډون نه کوي . خو په مقابل کي د لومړي ځل لپاره د چين د بهرنيو چارو وزير د دغه کنفرانس نوی ميلمه دی .

ويرکهويزر/

کتونکی : محمد قاسم نوري