1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ميدان-باميان د لويي لاري د ساتلو عمليات پيل سول

۱۳۹۱ مهر ۲, یکشنبه

د میدان وردګو او بامیانو ولایت تر منځ د اوږدې غزېدلي لويي لاري د خوندي کولو له پاره د افغان ځواکونو مستقل عملیات پيل شوي دي.

https://p.dw.com/p/16Csg

د رپوټونو له مخي په تیرو څو میاشتو کي په څو پیښو کي پر دغه لاره د پوهنتون د محصلینو، حکومتي مامورینو او د بهرنیو موسسو د سیمه يیزو کارکونکو په ګډون په لسونو کسان د نامعلومو وسله والو له لوري لومړی له موټرو کښته کړل شوي دي او بیا وژل شوي دي.

د میدان وردګو د پولیسو د مشر د وینا له مخي، دوی دا مسئله جدي نیولې ده او د دغي لاري د خوندي کولو له پاره ئې چاڼیزعملیات پيل کړي دي.

د میدان وردګو ولایت امنیتي چارواکو دغه څرګندوني تیره ورځ ناوخته د پيل شویو عملیاتو د نتایجو د اعلام پر مهال وکړې.

د جنرال قیوم باقي زوی، د وینا له مخي په دغو عملیاتو کي ئې د طالبانو یو قوماندان ملا زلمي د قوماندانۍ کلا نیولې ده، یو شمیر وسلې او مهمات او هغه ځنځیرونه او نور وسایل ئې هم تر لاسه کړي دي چي برمته کسان به ئې په تړل:

«زموږ عملیات به په دغو سیمو کي تر هغه پوري دوام ولري، چي دا لاره په بشپړه توګه خوندي شوې نه وي.»

د میدان- بامیانو لویه لاره د افغانستان مرکزي ولایتونو ته هغه لويه لاره ده چي هره ورځ په سوو موټر تګ را تګ ورباندي کوي، خو ډیری مسافر پرې د نا امنۍ له پیښو شکایت کوي.

هغوی وایي وسله وال طالبان وخت ناوخت د میدان ولایت په اړوندو سيمو کي سړکونو ته را را وځي او موټر پلټي.

هغه کسان  چې د دوی په وینا له حکومت، مرستندویه ادارو او له نورو بنسټونو سره کار کوي د هغوی له لوري له موټره کښته کیږي یا ئې د خلاصون په بدل کي له کورنیو پیسي غواړي او یا ئې هم وژني.

په میدان وردګو کي د افغان پوځ د قوماندانۍ رئیس ارکان سمیع الله وایي، چي د دغي لاري په اوږدو کي ئې د مخالفینو یوه داسي قرارګاه هم نیولې ده، چي پکښې تر مځکي لاندي کوټې جوړي شوي وي او هلته به یرغمل کسان ساتل کیدل.

د هغه په خبره، پر دغه لاره ډير بې ګناه کسان د همدي وسله والو له لوري شکنجه شوي او په عام محضر کې تیر باران شوي دي:

«پر دغه لاره باندي به ئې زموږ بې ګناه وروڼه هغه کسان چې تګ را تګ به ئې کاوه، وژلي دي، تیر باران کړي ئې دي، پرته له دې چي ګناه ئې معلومه وي.»

یوازي د میدان – بامیانو لویه لاره نه ده چي وخت ناوخت د نا امنۍ د پیښو شاهده وي.

د افغانستان ډیري لويي لاري او تقریباً هغه لاري چي په جنوبي او ختیځو ولایتونو کي تیریږي وخت ناوخت د نا امنیو شاهدي وي.

له همدې کبله ډیری مسافر د مځکي ترانسپورت خوندي نه بولي او سویلي ولایتونو ته له هوايي ترانسپورت څخه کار اخلي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل