1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ميرمن کلينتن د تيرو شپږو مياشتو ماموريت ته کتنه

۱۳۸۸ تیر ۲۹, دوشنبه

کله چي د خپل کار په پيل کي بارک اوباما دا پريکړه وکړه چي خپله پخوانی سياله هلري کلينتن په کابينه کي دبهرنيو چارو وزيره وټاکي ، نو ډيرو به دا فکر کاو چي ښايي دوي دواړه به ونشي کړاي سره ګډکار وکړي .

https://p.dw.com/p/It7E
هلري کلينتن په يوه وينا کي
هلري کلينتن په يوه وينا کيانځور: AP

کله چي د خپل کار په پيل کي د امريکۍ د متحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما دا پريکړه وکړه چي د ولسمشري د څوکي دپاره خپل سيال نو مانده هلري کلينتن پخپله کابينه کي دبهرنيو چارووزيره کړي ، نو ډيرو به دا فکر کاو چي ښايي دوي دواړه به ونشي کړاي سره ګډکار وکړي . خو اوس شپږ مياشتي وروسته داسي ويل کيږي چي بهرنی سياست ولسمشر پخپله چلوي اوهلري کلينتن د ولسمشر تر سيوري لاندي يوه څيره ده .

آيا د سپينۍ ماڼۍ او د بهرنيو چارو د وزارت ترمنځ اړيکي سم ندي ؟

په تيره اوني کي دهيواد د بهرني سياست په هکله په يوه وينا سره هلري کلينتن بيرته د سياست ډګرته راوتلي ده . د مړوند دهډوکي دماتيدو له امله هلري کلينتن ونشواي کولاي چي د مسکو په سفر کي له بارک اوباما سره مل وي .

اوس هلري کلينتن په يوه وينا کي په اصطلاح د امريکي د متحده ايالتونو د بهرني سياست هوښيارانه تګ لاره روښانه کړيده . خو هسي چي ويل شوي، په دغه وينا کي هم ډيرنوښت نشته . او ډيرو ورځپاڼو په دی هکله پخپلو تبصرو کي دا پوښتنه مطرح کړيده چي هلري کلينتن د خپل د کار په برخه کي څومره نفوذ او صلاحيت لري . دا پوښتنه ځکه مطرح کيږي چي تر اوسه له عراق نه نيولي تر افغانستان ، پاکستان اوتر نژدي ختيځه پوري سياسي تګ لاره اوباما پخپله ټاکلي .

خو په واشنګتن کي د بارتلسمن دخيريه موسسي مشره Annete Heuser وايي چي دسپيني ماڼۍ او دبهرنيو چارو دوزارت ترمنځ دغه سيالي بيخي يوه نورماله مساله بلل کيداي شي :

«دا يوه عادي مساله ده او هر وخت د ولسمشر د دفتر او دبهرنيو چارو د وزارت ترمنځ يو څه سيالي وي . په آلمان کي هم د لمړي وزارت او د بهرنيو چارو د وزارت ترمنځ يو لړ د نظريو توپيرونه ليدل کيږي .

خو د Heuser په عقيده دابه په دي مانا نه وي چي ګواکي ميرمن کلينتن تجريده شوي وي .

«دا به بيخي يوه نورماله خبره وي چي يو نوي ولسمشر لکه اوباما په لمړي سرکي دبهرني سياست په مهمو موضعګانو باندي پخپله خبري کوي . »

او داچي اوس هلري کلينتن په يوه وينا کي خپل د بهرني سياست مهم ټکي روښانه کړي ،دي ته به وخت په کار وي تر څو چي هغه عملي کړي ، او هلري کلينتن پوهيږي چي څه وکړي او ولي په لمړي سرکي يي د بهرني سياست د تګ لاري په نښه کول يي اوباما ته پريښي .

« دا بيخي روښانه خبره ده ، کله چه په راتلونکي مياشتو کي داقتصادي مسايلو موضوع را منځ ته کيږي ، نو طبعا هغه تر نيوکو لاندي راځي ، او په دي صورت کي د اوباما دبهرني سياست امکانات هم کميږي او دا به هغه وخت وي چي د بهرني سياست ډګر به دهلري کلينتن لاس ته ورشي . »

خو دبهرني سياست په ډګر کي دهلري کلينتن سيال يواځي ولسمشر بارک اوباما ندي بلکي دولسمشر مرستيال جو بايدن هم به دغه برخه کي دزياتو تجربو خاوند بلل کيږي چي اوس له عراقه څخه دامريکايي عسکرو د وتلو دنده په غاړه لري او همداشان دافغانستان او پاکستان دچارو دپاره دامريکي دمتحده ايالتونو خاص استازي Richard Holbrooke او يا دنژدي ختيځ دپاره George Mitchell

په تيره بيا به روان وخت کي چي په نړي کي له ايران نه نيولي تر افغانستان ، پاکستان عراق او نژدي ختيځه پوري حالات خړ پړ بريښي نو دبحران ځپلو سيمو دپاره دخاصو استاذو ټاکل دسياسي کار پوه David Miller په آند يو ضروري کار بريښي :

«په نړي کي ډيري ګډوډي ليدل کيږي او په بحران ځپلو سيمو کي لکه ، ايران ، افغانستان ، پاکستان ،عراق ، نژدي ختيځ ، يا نورو مسايلو دپاره دحل سمدستي او چټکي لاري موندل به ګران کار وي.»

کريستينا برګمن/ ضياءالحق فضلي

کتونکي: عبدالباري حکيم