1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مځکي د تودوخي عامل انسانان دي»

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۶, شنبه

د اقلیم د بدلون له پاره د ملګرو ملتونو دولتي هیئت د ځمکي د تودخي د درجې د لوړیدو په اړه گواښ کوي او وایي چې د ځمکې تودیدل کیدای شي د گرمو څپو، سیلابونو او وچکالیو په څیر ډیري ناوړي پایلې ولري.

https://p.dw.com/p/19psB
انځور: Getty Images

د ملگرو ملتونو د ۱۹۵ هیوادونو استازو او ساینس پوهان له دوشنبې ورځې راهیسې د تړلو دروازو تر شا خبري اترې وکړې او په پای کې یې کې د خپل کار یوه ۳۱ مخیز راپور خپور کړ. د دغې غونډې د کار اصلي رپوټ تر ۱۰۰۰ پاڼو اوږد دی. په دغه رپوټ کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی دی د اقلیم په اړه وړاند ویني ان د ۲۰۰۷ کال په پرتله هم بدبینانه دي.

د اقلیم د بدلون له پاره د ملګرو ملتونو دولتي هیئت (IPCC) وايي چې دغه اداره ۹۵ سلنه ډاډه ده چې انسانان په ۶۰ کلونو کې د ځمکې د ۵۰ سلنه تودخې لامل دي. تر دې مخکې په ۲۰۰۷ کال کې دغې ادارې ویلي ول چې پر خپلې دې ادعا باندې ۹۰ سلنه ډاډه دي. انسان ډیر کاربن دای اکسان (CO2) تولیدوي چې د ځمکې د اتومسفیر د گرمیدو لامل کیږي. اوس د هرې ورځې په تیریدو سره د ځمکې په اتومسفیر کې د کاربن دای اکساید اندازه ډیریږي.

په عین حال کې تمه کیږي چې د سمندرونو کچه به هم د پخوا په پرتله په لا ډیر سرعت سره لوړه شي. د اقلیم د بدلون له پاره د ملګرو ملتونو دولتي هیئت وړاند وینه کړې ده چې د سمندرونو کچه به تر ۲۱۰۰ کال پورې د ۲۶ او ۲۸ سانتي مترو تر منځ لوړه شي. د اقلیم د اغېز په اړه د څیړنو له پوتسدم نومي انیستیتیوت څخه (Potsdam Institute for Climate Impact Research) ستیفن رامستورف، وایي: «اوس موږ د پخوا په پرتله د سمندرونو د سطح د لوړیدو په لا ډیرو لاملونو باندې پوهیږو.» د هغه په خبره اوس په نړۍ کې د هوا د تودخې له کبله یخونو ویلې کیږي چې له کبله یې د سمندرونو کچه د لوړیدو په حال کې ده. د سمندرونو د سطح له لوړیدو سره ساحلي سیمې د سیلابونو له گواښ سره مخامخ کیږي.

د نړۍ وچې سیمي لا ډیري وچي شي.
د نړۍ وچې سیمي لا ډیري وچي شي.انځور: Mehr

ځمکه به لا توده شي

په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې د نړۍ د تودیدو بهیر به دوام ومومي. د بېلابېلو سرچینو په حواله د ځمکې د تودوخي درجه له ۱،۵ څخه تر څلورو دروجو پورې لوړیدای شي. د اقلیم د بدلون له پاره د ملګرو ملتونو دولتي هیئت گواښ کړی دی چې په دې سره کیدای شي د ځمکې د تودوخي د لوړیدو له پاره د دوو درجو ټاکل شوی سرحد مات شي.

د اقلیم د بدلون په اړه د ملگرو ملتونو د کار د کنوینسیون اجرایوي مشره کریستینا فیگوریس، وايي: «د دې له پاره چې بشریت د لوړ خطر له سیمې څخه وژغورل شي باید د هیوادونو دولتونه د اقلیم د بدلون د مخنیوي په موخه عاجل اقدامات وکړي او په ۲۰۱۵ کال کې په دې اړه پر یوه تړون باندې موافقه وکړي.»

که څه هم په وروستیو ۱۵ کلونو کې په اوسط ډول د ځمکې د تودوخې کچه نه ده لوړه شوې خو دا په دې معنی نه ده چې د اقلیم بدلون به پر ځمکي باندې ناوړه اغیزه و نه کړي. د سمندرونو په اړه له گیومر هیلمولتز له څیړنیز مرکز څخه مجیب لطیف، وايي دا چې د ځمکې د تودوخي اوسط کچه نه ده لوړه شوې، لامل یې د سمندرونو د کچې لوړیدل دی. دغه ساينس پوه وایي چې د سمندرونو ژوري برخې د دې قابلیت لري چې گرمه هوا زیرمه کړي.

د اقلیم د بدلون له پاره د ملګرو ملتونو دولتي هیئت په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په راتلونکې کې به طبعي افات لکه سیلابونه او توپانونه ډیر شي. ساینس پوهان وايي چې د هغوی د څیړنو له مخې به په راتلونکي وخت کې د نړۍ نم لرونکې سیمې د لا ډیرو بارانونو شاهدي وي خو په عین حال کې به د نړۍ وچې سیمي لا ډیري وچي شي.

خو پر دې ټولو سربیره هم ساینس پوهان ادعا نه شي کولای چې د اقلیم په اړه د هغوی وړاند ویني به په راتلونکې کي سل په سلو کې دقیقي ثابتي شي ځکه د اقلیم په اړه څیړني ډیري مغلقي او پیچلې دي.