د مکسيکو د مافيايي مشرانو قيمتي مقبرې
د مکسيکو په هيواد کي د مخدره توکو قاچاق وړونکي زياتي پيسې او زور لري. په داسي حال کي چي د هغوی په لسهاؤ زره قربانيان اکثره په ډليزه قبرونو کي ښخ دي، د دوی خپل قبرونه لوی مقبرې لري. څو بېلګي يې دلته وګورئ:
د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۱۱مه نېټه په مکسيکو کي د مخدره توکو د قاچاق وړونکو پر ضد د حکومت د عملياتو د پېل لس کاله پوره سول. په داسي حال کي چي د قاچاق وړونکو په لسهاؤ زره اکثره قربانيان په ډليزه يا نا معلومو قبرونو کي ښخ دي، د قاچاق وړونکو خپلې مقبرې ډېري قيمتي او مزارونو ته ورته دي. لکه په کوليا کان کي دغه بېلګه يې.
د مخدره توکو د مافيا مشران د مړيني وروسته هم يو د بل سره سيالي کوي. د هر دغه قاچاق وړونکي مقبره د هغه د شمتنيو په هکله يو داستان بيانوي.
د مکسيکو په جاردينس دېل هومايا کي دغه مقبره تر ټولو قيمتي ده چي ويل کيږي ورباندي ښايي ۲۹۰ زره ډالره مصرف راغلی وي. خو اوس تر دغه څخه هم قيمتي مقبرې د جوړېدو په حال کي دي.
په ۱۹۳۳ کال د امريکا په متحده ايالاتو کي پر الکهولي مشروباتو بنديز ولګول سو. همدا ؤ چي له مکسيکو څخه و متحده ايالاتو ته د شرابو قاچاق پېل سو. کله چي په امريکا کي ياد بنديز بېرته ليري سو نو له مکسيکو څخه و متحده ايالاتو ته وروسته د ترياکو، چرسو او هيروينو قاچاق په زياته په ۱۹۶۰ مو کلونو کي زيات سو.
د امريکا د متحده ايالاتو او مکسيکو تر منځ تقريبا ۳۲۰۱ کلومتره اوږد سرحد دی. پر دغه سرحد له لسيزو راهيسي له مکسيکو څخه و متحده ايالاتو ته مخدره توکي قاچاق کيږي. زيات وختونه د دغه ډول تونلونو څخه هم کار اخيستل کيږي.
مکسيکو د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کي دغه اندازه مخدره توکي ونيول. د امريکا و متحده ايالاتو ته هر کال د رسېدونکو کوکائينو ۹۰ فيصده د مکسيکو پر لار تيريږي.
د ۲۰۱۵ کال په مارچ کي د څېټا مافياا مشر اومر ترېمينو ونيول سو. د مکسيکو حکومت وايي چي د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۴ کالونو تر منځ د قاچاق وړونکو سره په جګړه کي تر ۱۶۰۰۰۰ څخه زيات انسانان وژل سوي دي.
په مکسيکو کي اوس هم یو شمېر داسي د قاچاق وړونکو سيمي سته کومو ته چي حتی پوليس له تلو بيږيږي. په مکسيکو کي اوس هم د پوليسو او قاچاق وړونکو تر منځ خونړۍ جګړه ادامه لري.