1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د میرکل بریا په رسمي توگه اعلان شوه

مسعود جهش «آژانسونه»۱۳۹۲ مهر ۱, دوشنبه

د انګلا میرکل مسیحي دیموکرات د آلمان پارلماني ټاکنې وګټلې خو د هغې د خوښې ایتلافي ګوند پارلمان ته په لارموندلو و نه توانیدی. رسمي پایلې ښيي چې د میرکل ګوند په یوازېتوب اکثریت نه شي پوره کولای.

https://p.dw.com/p/19mG8
انځور: Reuters

د رسمي پایلو له مخې چې د دوشنبې په ورځ اعلان شوي دي د انګلا میرکل مسیحي دیموکرات ګوند په پارلماني ټاکنو کې ۴۱.۵ سلنه رایې ګټلې دي. په عین حال کې د میرکل د حکومت پخوانی ایتلافي ګوند آزاد دیموکرات ګوند په دې نه دی توانیدلي چې د آلمان پارلمان ته لار موندنې له پاره لږ تر لږه پنځه سلنه رایې ترلاسه کړي او یوازې ۴،۸ سلنه رایې یې ګټلې دي. دا نو تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته لومړۍ ځل دی چې لیبرال دیموکراتان مرکزي پارلمان ته په لارموندنې نه دي توانیدلي.

د میرکل تر گوند وروسته په دویم مقام کې د پیر شتاینبروک، گوند سوسیال دیموکرات گوند راغلی دی. دغه گوند د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې ۲۵،۷ سلنه رایې گټلې دي. په عین حال کې د چپیانو گوند ۸،۶ او د زرغونو گوند ۸،۴ سلنه رایې خپلې کړې دي.

د آلمان له پاره د بدیل گوند هم د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې د پام وړ رایې وگټلې خو په دې و نه توانید چې مرکزي پارلمان یا بوندستاگ ته لار وموندي. دغه گوند چې لا ډیر ځوان دی د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې د ۴،۷ سلنه رایو په گټلو توانیدلی دی.

د ټاکنو دغه پایلې له دې کبله لومړنۍ بلل شوي دي چې پر دې سربیره چې هغه رسمي دي، خو بیا هم کیدای شي چې په محکمې کې په دغو پایلو کې بدلون راشي.

له دې کبله چې د میرکل گوند د مطلق اکثریت په ترلاسه کولو نه دی توانیدلی، نو باید له یوه بل گوند سره ایتلاف وکړي. میرکل تر دې مخکې ویلي وو چې لا تر اوسه وختې دی چې د یوه ممکنه ایتلاف په اړه خبرې وشي. د رسمي پایلو له مخکې مسیحي دیموکراتانو په پارلمان کې ۳۱۱ څوکۍ گټلې دي، دغه شمیر له اکثریت څخه پنځه څوکۍ کم دی.

د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې میرکل تل پر دې خبره باندې ټینگار کړی وو چې لیبرال دیموکراتان د هغې د خوښې ایتلافي ملگري دي، خو اوس چې دغه گوند پارلمان ته لار نه ده موندلې میرکل باید یو بل ایتلافي ملگری گوند غوره کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب