1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د میرکل ګوند پر بورقې د قسمي بندیز پر لګولو موافقه کړې

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲۹, جمعه

توماس دیمزیر د جمعې په ورځ وویل چې د انګلا میرکل ګوند موافقه کړې ده چې په آلمان کې دې په پوهنتونونو، ښوونځیو او د موټر چلولو پر وخت، پر بورقې باندي بندیز ولګول شي. حکومت باید دغه وړاندیز ومني چې په قانون بدل شي.

https://p.dw.com/p/1Jldx
انځور: picture alliance/360-Berlin/J. Knappe

دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې یوازي تیر کال آلمان ته تر یو میلیون ډېر مهاجر له سوریې، عراق او افغانستان څخه وررسېدلي دي چې ډېر يې مسلمانان دي. پر دې سربیره په وروستیو وختونو کې په آلمان کې د اسلامپالو افراطيانو له خوا د بریدونو تر سره کیدو د عامو آلمانیانو په منځ کې اندیښنې راپارولې دي.

له بلې خوا د انګلا میرکل د مسیحي دیموکراتانو CDU او د هغه د متحد ګوند مسیحي سوسیال اتحادCSU ، سیمه ایز وزیران به تر دې وروسته د لا سختو امنیتي تدابیرو او په عامه ځایونو کې د څارنې تدابیرو پلان وړاندې کړي.

د دغو جنجالي اقداماتو په ډله کې یو یې د په ځینو مواردو کې د بورقې او نقاب پر اچولو باندې د بندیز وړاندیز دی. ویل شوې دي چې د بورقې او نقاب کول داسې څرګندوي چې بهرنیان په آلمان کې نه دي ادغام شوي او کیدای شي چې امنیتي ګواښونه رامنځ ته کړي.

توماس دیمزیر د آلمان څت دي اف تلویزیون ته ویلي دي: «موږ په یوه خوله بورقه ردوو. دا زموږ له آزاد فکره ټولنې سره، سر نه خوري.»

خو هغه د بورقو پر اغوستلو باندي د یوه بشپړ بندیز وړاندیز و نه کړ. دیمزیر وویل: «موږ موافقه وکړه چې موږ غواړو دا په یوې قانونی اړتیا باندې بدله کړو چې خلک باید داسې ځایونو کې چې زموږ له ټولنې سره د اړیکې ټینګولو له پاره مهمې دي، خپل مخ وښيي.»

دیمزیر وویل چې د بیلګې په توګه ښځې باید اړې شي چې د موټر چلووني پر مهال، کله چې له چارواکو سره ځان راجستروي، په ښوونځیو، پوهنتونونو، په ادارو او محکمې کې خپل مخ وښيي.

د مسیحي دیموکراتانو ګوند له خوا دغه وړاندیز شوي تدابیر باید د قانون تر بدلیدو مخکې د حکومت له خوا ومنل شي. پر بورقې باندې د بندیز وړاندیز د میرکل ایتلافي حکومت کړی. د هغې د حکومت ایتلافي ګوند سوسیال دیموکراتان یا SPD تر ډیرې کچې پورې د دغه شان یوه بندیز خلاف دی.

مسیحي دیموکراتان په داسې حال کې د بورقې د قسمې بندیز غوښتنه کوي چې په آلمان کې د کډوالو خلاف ګدوند، د آلمان له پاره بدیل یا AfD په وروستیو وختونو کې د خلکو تر منځ تر پخوا ډیر شهرت ترلاسه کړی دی. دغه ګوند هم په دې هیواد کې پر بورقې باندې د بندیز غوښتنه کوي.

په آلمان کې شاوخوا څلور میلیونه مسلمانان اوسیږي چې د ټول هیواد پنځه سلنه نفوس جوړوي. د دې په اړه چې څومره سلنه مسلمانې میرمنې بورقې پر سر کوي دقیقې احساییې په لاس کې نه شته.