1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مېرکل او مودې تر منځ لیده کاته

۱۳۹۶ خرداد ۹, سه‌شنبه

برلین او نوی ډيلی د ښو اړیکو د رامنځ ته کولو په هڅه کې دي. پر دغه څه د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل او د هند صدراعظم نریندر مودي غواړي په یوه حکومتي ملاقات کې ټینگار وکړي. په اجنډا کې ډیر شمیر موضوعات شامل دي.

https://p.dw.com/p/2dnqQ
Deutschland Meseberg - Angela Merkel trifft auf Premierminister Modi
انځور: Reuters/F. Bensch

د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل په برلین کې د میزه بېرگ په حکومتي میلمستون کې د هند صدراعظم نریندر مودي ته هر کلی ووایه. په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ په یوه لویه غونډه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وشي. د آلمان په صدرات مقام کې په دغه څلورمه حکومتي غونډه کې مېرکل، مودي او د اړونده چارو وزیران پر اقتصادي، د پوهې، تیکنالوژۍ، اقلیمي سیاست او پراخیتایي چارو موضوعاتو باندې غږیږي. دا چې په بېلا بېلو برخو کې کار وشي، اټکل کیږي چې ډیر شمیر تړونونه لاسلیک شي.

د برلین په حکومتي میلمستون کې د مېرکل او مودي غیر رسمي خبرې اترې
انځور: Reuters/F. Bensch

په پام کې ده چې په جولای میاشت کې د پرمختللو صنعتي او صنعتي کیدو په درشل کې هیوادونو د جي ۲۰ سرمشریزه هم په خبرو اترو کې شامله وي. دغه سرمشریزه د آلمان په بندري ښار هامبورگ کې ترسره کیږي. په تیره اوونۍ کې د جي ۷ او همداشان د ناټو غونډو تر ناکامۍ او د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر ترمپ د لگښت ساتنې سیاست شالید ته په کتو سره ښایي د آزادې نړیوالې سوداگرۍ په هکله هم بحثونه وشي.

د آلمان – هند حکومتي غونډې له ۲۰۱۱م کال راهیسې هر دوه کاله وروسته تر سره کیږي. د دواړو هیوادونو تر منځ په تیرو کلونو کې سوداگریزه راکړه ورکړه ډیره شوې ده. آلمان په اروپایي اتحادیه کې د هند مهم او په نړیواله کچه شپږم مهم تجارتي شریک گڼل کیږي. د آسیا پاسفیک کمېټې په وینا اوسمهال د آلمان او هند تر منځ سوداگري ۱۷ میلیاردو یورو ته رسیږي چې پکښې له دې جملې څخه هند ته د لسو میلیاردو یورو په ارزښت صادرات شامل دي.