1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نابلوس د عملياتو څخه عباس پټه خوله ، خوخلګ په قهر دی

۱۳۸۷ تیر ۱۹, چهارشنبه

په لويديز اردن د نابلوس په ښار کي د فلسطينيانو يو ګروپ ددغه ښار د يوه مشهوره مارکيټ مخته په کالو کي ولاړ دي...

https://p.dw.com/p/EZ7k
په نابلوس کښي اسراييلي پوځ
په نابلوس کښي اسراييلي پوځانځور: AP

ددوی په منځ کي ګاسان اناب تاوي هم دی ،چه د هغه دوکان سهار وختي د نورو ۶۹ مغازو سره يو ځای د اسراييلي عسکرو لخوا وتړل سو . دی وايي :

« که څوک دغه مارکيټ او مغازو ته د حماس سره ارتباط ورکوي ، نو هغه غلطه خبره ده . زموږ دوکانونه چه تړل سوي دي ، پداسي خلګو پوري اړه لري ، چه بيخی عادي خلګ دي ، چه کار کوي ، او پيسې ګټي ، تر څو د خپلو کورنيو سره کومک وکولای سي . دغه تصميم زموږ حقوق تر پښو لاندي کوي ، او موږ بايد پټه خوله پاته نسو .»

د اسراييلو د معلوماتو پر اساس دغه مارکيټ د بيت ال مال په اقتصادي ټولني پوري اړه لري ، چه د حماس سره ارتباط لري .

ددغي اونۍ د شروع څخه اسراييلي پوځ پدې پيل کړی دی ، چه په لويديز اردن کښي د هغه ملکي مؤسسو پر ضد عمل وکي ، چه ګمان کيږي ، د حماس د اسلامي غورځنګ سره ارتباط لري . يو پلان چه د صدراعظم اهود اولمرت او دفاع دوزير اهود بارک لخوا يې په ګډه سره حمايه کيږي ، چه بيله دغه ډول موضوعګانو بيا دوی سره يو ندي . د اسراييلو لخوا ويل کيږي چه حماس يو سيسټم جوړ کړی دی ، چه کيدای سي هغه د يوه دولت دپاره پکار ولويږي .

داچه په لويديز اردن کښي دي حماس قدرت پلاس کي واخلي ، نو هغه دفلسطين جمهوررييس محمود عباس هم نه غواړي . او دی په خپله خاوره کي د اسراييلي عملياتو په مقابل کي پټه خوله پاته دی . خو د نابلوس اوسیدونکي په همدې خاطر هم ډير په قهر دي . دوی وايي :

« هغه امر چه دهغه په اساس دغه مارکيټ وتړل سو ، هغه يو وحشيانه عمل دی ، چه د بين امللي او مذهبي قواعدو پر خلاف دی . دا په اسراييلي سياست پوري اړه لري ،چه غواړي فلسطينيان خپل اشغال او بنديزونو ته مجبوره کي .»

اسراييلي پوځ په دوهمه ورځ هم د جيپانو ،زره پوښونو او بلدوزرونو سره نابلوس ته راغلل . ټلويزيوني تصويرونه ښکاره کوي ،چه څنګه عسکر د غټو ماشينانو او بلدوزرونو پواسطه چوکياني او د دفترو سامان آلات يوې او بلي خواته غورځوي . دوی د ځانو سره دوسيې او کمپيټرونه هم وړي . عسکرپر دروازو باندي خطونه پريږدي ، چه پکښي ليکل سوي وي ، چه دغه مغازه يا دوکان ددووکلو دپاره بند دی . او څوک چه دهغه په مقابل کښي څه وکي ، د پنځو کلو بند سره مخامخ کيږي .

تر اوسه پوري بين امللي ټولنه د نابلوس د پرمختګ څخه راضي وه . پنځه مياشتي مخکي لا د منځني ختيځ د څلور اړ خيزي ډلي استازی توني بلير نابلوس ته تللی ؤ، او ددغه ښار امنيتي حالت يې ستايلی ؤ. هغه وخت هيڅ چا په نابلوس کي د حماس د دونه ډيري اغيزي څخه خبري نه کولي . د بلير د وعدو څخه خلګ راضي وه .او اوس به څنګه د منځني دختيځ څلور اړ خيزه ډله رفتار کوي ، چه که د اسراييلي عملياتو پواسطه فلسطينيانو ته ضرر رسيږي ، چه په حقيقت کي د حماس سره هيڅ ډول ارتباط نلري .

دوهمه پوښتنه داده ،چه آيا دغه عمليات چه غواړي په لويديز اردن کښي حماس له منځه يوسي ، نو به آیا پدې وسيله د اسراييلو حکومت هغه اوربند چه تازه د غزې په تراډه کي د حماس سره رامنځته سوی دی ، د خطر سره مخامخ نکي . بلاخره هلته خو هم حماس حکومت کوي ، هغه سازمان چه په غربي اردن کي هم موجود دی . پدې باب د اسراييلو د صدراعظم اولمرت ددفتر څخه یوازي دونه جواب ورکول سوی دی ، چه اسراييل به هيڅ وخت تر خپلو حقوقو تير نسي ، او خپل خلګ به د ترهګري عملياتو څخه وساتي .