1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناتو نوی عمومی منشي د لومړي ځل لپاره په افغانستان کی

۱۳۸۸ مرداد ۱۵, پنجشنبه

د ناتو نوی عمومي منشي، اندرز فوګ راز موسن: «موږ بايد دغه درک کړو چي يوازي پوځي تګلاره د افغانستان د ستونزې حل ندی. موږ پراخ بنسټه او هر اړخيزه کار ته اړتيا لرو».

https://p.dw.com/p/J4nc
د ناتو نوي عمومي منشي اندرز فوګ راسموسن او د افغانستان جمهور رييس حامد کرزي
د ناتو نوي عمومي منشي اندرز فوګ راسموسن او د افغانستان جمهور رييس حامد کرزيانځور: AP

د شمالي اتلانتيک تړون، ناټو نوي عمومي منشي Anders Fogh Rasmussen د دوشنبې په ورځ د خپل ماموريت د پیل پروخت ويلي وه چي د افغانستان موضوع به د نوموړي لپاره لومړيتوب ولري. د خپل دغه هوډ د ثابتولو لپاره نوموړی د خپل ماموريت په دريمه ورځ په ناڅاپه سفر کابل ته رسېدلی دی. راسموسن په کابل کي د خپل سفر پر وخت وويل:

«د ناټو د مشر په توګه د دندې په غاړه اخيستو سره افغانستان لومړی هيواد دی چي زه ورته سفر کوم. افغانستان زما او د ناټو لپاره ډېر زيات اهميت او واقعا لومړيتوب لري. ناټو او افغانستان ملګري دي او موږ په ګډه د افغانستان د دښمنانو پر ضد جنګيږو».

په دو اونيو کي به د افغانستان خلک نوی ولس مشر ټاکي. هغه پداسي حال کي چي داسي ورځ نسته چي پکښي اولسي خلک دي نه وژل کيږي. که د يوې خوا د اولسي خلکو د وژل کېدو وجه د وسله والو د خوا د توغنديو اورول او د بمونو چاودل دي نو له بلي خوا د ناټو په عملياتو کي هم ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي.

راسموسن په کابل کي وويل چي د ملکي خلکو وژل کېدل د افسوس خبره ده:

«خو له بده مرغه چي په يوه وسله واله جګړه کي د دغه مخه نسي نيول کېدلای. خو زه تاسو ته ډاډ درکوم چي زموږ سرتيري خپل پوره کوښښ کوی چي تر امکان تر حده لږ ملکيان ووژل سي. ډېر انسانان د زور پالونکو اورپکو د کړو وړو له وجې وژل کيږي. هغوی د خلکو د هيڅ یوه ژوند ته درناوی نه کوي».

د ناتو ځواکونه د عملياتو په وخت کی
د ناتو ځواکونه د عملیاتو د تیاری په وخت کیانځور: AP

د ناټو عمومي مشر په کابل کي د افغانستان د ولس مشر حامد کرزي سره وليدل. په ليدنه کي د راتلونکو انتخاباتو پر وخت د امنيت پر موضوع خبري اتري وسوې. راسموسن وويل چي په افغانستان کي د ناټو بريا پدې خبره اړه لري چي ناټو به وکولای سي چي ورو ورو د امنيت دنده افغانانو ته وسپاري او که نه:

«موږ بايد دغه درک کړو چي يوازي پوځي تګلاره د افغانستان د ستونزې حل ندی. موږ پراخبنسټه او هر اړخيزه کار ته اړتيا لرو».

راسموسن چی پخوا د دنمارک لومړی وزير ؤ، يادونه وکړه چي په افغانستان کي به پياوړي پوځي عمليات حتمي وي. خو د نوموړي په وينا افغانستان بايد پدې کي هم مرسته وکړي. په عین وخت کی راسموسن د اعتدال غوښتونکو وسله والو طالبانو سره خبري اتري کول له امکان ليري ونه ګڼل:

«زه دې ته چمتو يم چي د عمل وړ ګامونو اوچت کړم. ددې څخه زما مقصد زموږ د عسکرو امنيت دی. او که د دغه لپاره د ټولنې د بيلا بيلو ډلو سره خبري اتري اړيني وي نو زه ورته چمتو يم».

خو راسموسن د دغه ډول خبرو اترو لپاره شرط ایښودلی چي دغه ډلې به خپلی وسلې په مځکه ايږدي. د نوموړي په وينا د ناټو لخوا د پوځي فشار راوستلو پرته دغه کار ښايي ممکنه نه وي:

« زه د افغانستان خلکو ته دا ډاډ ورکوم چي تر هغه وخته به موږ د دوی د هيواد مرسته کوؤ تر څو چي زموږ دنده پای ته نه وي رسېدلې».

شتاین هاوزر/ احمد ولي اڅکزی

کتونکی: عبدالباری حکيم