1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نادعلي ولسوالۍ کرونده گرو ته اصلاح سوي تخمونو ور کول کیږي

۱۳۹۰ شهریور ۲۷, یکشنبه

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ ولسوال حبيب الله شمالاني وايي په نادعلي کي تيرکال يو بوټی کوکنار نه دی کرل سوی. نو ځکه د کوکنارو په کرکلي کي په سلوکي اتيا کمښت راغلی دی. ويل کيږي چي هلمند د تارياکو ستر توليدونکی ولايت دی.

https://p.dw.com/p/12bUp
اصلاح سوی تخم
اصلاح سوی تخمانځور: picture alliance/dpa

که څه هم په هلمندولايت کي دغه احصايه د کوم رسمي دفتر له لوري نه ده ترسره سوې خوولسوال حبيب الله  شمالاني وايي، يوازي هغه کسان کوکنار کري چي د نادعلي د رسمي نقشې څخه دباندي وتلي دي او يايي هم ددولت ملکيتونه په  خپل سرغصب کړي دي.

 

د نادعلي ولسوال وايي وړاندي تردې چي د کوکنارو کروندې وکرل سي څلويښت زره کرونده ګروته يي د کمياوي سري او اصلاح سوي تخمونو د ويش لړۍ

پيل کړه.

 

هغه وويل د کوکنارو دنه کرولو په صورت کي نه يوازي ضمانت تري اخلي، بلکي

وروسته تر مرستي که څوک کوکنار وکري نقدي جريمه هم تري اخستل کيږي او د همدي کرونده گرو سره به  قانوني چلندوکري.

 

په هلمندولايت کي د اصلاح سوو تخمونو او کيمياوي سرو د ويش پروسي ته فوډ زون وايي، که څه هم له دې مرستو يو شميرکرونده ګر خوشاله دي، خو ځيني نوربيا

د وېش پرلړ شکونه لري او وايي، عاديلانه نه ده

 

ځکه ځيني قومي مشران او مخور يو طرفه د خپلو دوستانو اوملګرو ليستونه وړاندي کوي، چي د بزګرو په نوم د کمياوي سري او اصلاح سوي تخمونو مرسته اخلي.

 

داچي  کرونده ګرد فوډزون د پروسې په اړه د درغليو څخه شکايت کوي، خو د نادعلي ولسوالي د ټولنيزي شورا غړی شيرآغا وايي، ددوی د شورا استازي په

ډير جديت سره د فوډزون په پروسه کي ددرغليو مخنيوی کوي.

 

په هلمندولايت کي د تيرو دريو کلونو راهسي د فوډزون په نوم د کيماوي سرو او اصلاح سوو تخمونو دويش په عوض کي د کوکنارو په کرکلي کي تر پنځوس سلني

کموالی راغلی.

 

په هلمند کي يو شمير چارواکي وايي که سږ کال هم دغه پروسه په دقيقه ډول پلي سي نو تر اتيا سلني پوري به د کوکنارو په کرکلي او توليد کي کمښت رامنځته سي.

مجتبي محمدی/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل