1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناسا سپوږمکۍ مشتري ته نزدې شوې

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۷, یکشنبه

د ناسا د «جونو» په نوم سپوږمکۍ، د مشتري په لور خپل پنځه کلن سفر بشپړ کړی دی. دغه سپوږمکۍ به د مشتري د اقلیم، قطبونو او جوړښت په اړه پوښتنې ځواب کړي.

https://p.dw.com/p/1JrBg
Nasa-Sonde Juno schickt erste Fotos vom Jupiter
انځور: picture-alliance/dpa/NASA

د ناسا د جونو په نوم سپوږمکۍ د شنبې په ورځ تاریخ ولیکه او مشترې ته تر بلې هرې سپوږمکې ډیره نزدې شوه. هغه د شمسي نظام د تر ټولو لویې سیارې ۴۲۰۰ کیلومتري واټن ته ورسیده او له هغه ځایه یې ځمکې ته د مشتري انځورونه او د هغې په اړه معلومات واستول.

د جونو د کاري ډلې مشر سکات بولتون، وویل: «موږ یوه داسې مدار ته رسیدلې یو چې تر دې مخکې هلته هیڅوک هم نه وو تللي. تر لاسه شوي انځورونه به اوس موږ ته له ګازو څخه د جوړې شوې دغې لویې سیارې [مشتري] یو نوی انځور راکړي.»

هغه روښانه کړه چې ناسا به په راتلونکو څو ورځو کې نوي ترلاسه شوي انځورونه خپاره کړي.

جونو تیره میاشت د لومړي ځل له پاره مشتري ته نزدې شوه. دغې سپوږمکۍ پنځه کاله مخکې د شمسي نظام په اړه د معلوماتو راټولولو په موخه خپل ماموریت پیل کړ. د دې سپوږمکۍ راتلونکی ماموریت دا دی چې د مشتري اتومسفیر وڅیړي او د دغې سیارې د جاذبې قوې په اړه معلومات راټول کړي.

تمه کیږي چې جونو به د مشتري د یوې برخې په اړه چې د «سور خال» په نوم شهرت لري معلومات واستوي. جونو به تر ۲۰۱۸ کال پورې د مشتري په مدار کې وڅرخیږي او تر هغه وروسته به د مشتري اتومسفیر ته له داخلیدو سره خپل ځان له منځه یوسي.

نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب