1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نايجيريا پوځ له افراطيانو ۸۰۰ ښځي آزادي کړي

۱۳۹۵ فروردین ۶, جمعه

افراطي ډلي «بوکو حرام» د ښځو او نجونو تښتولو ته دوام ورکړی. خو اوس د نايجيريا پوځ په دوو جلا جلا يرغلونو کي په سونو ښځي آزادي کړي دي. تازه راپورونه وايي چي دغي ډلي بيا ښځي تښتولي دي.

https://p.dw.com/p/1IJox
د نايجيريا پوځ
انځور: picture-alliance/dpa/H. Ikechukwu

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي د نايجيريا پوځ په کلابيلگي سيمه کي پر بوکو حرام ډلي په يرغل کي «۲۲ ترهگر» وژلي او ۳۰۹ يرغمل سوي ښځي ئې آزادي کړي دي.

په يوه بله پېښه کي به بيا له تښتونکو سره په جنگ کي د دغه هیواد پوځ ۵۲۰ ښځي آزادي کړي دي. د نايجيريا د پوځ وياند ويلي دي چي په دغه پيښه کي د بوکو حرام ډلي درې جنگيالي وژل سوي او يو بل ژوندی نيول سوی دئ.

د تښتولو نوي پيښي

په نايجيريا کي افراطي ډله «بوکو حرام» د ښځو، نجونو او کوچنيانو تښتولو ته دوام ورکړی. دوی له دغو ماشومانو څخه په جگړه کي کار اخلي او ښځي او نجوني د جنسي مينځو په توگه استعمالوي.

د اداماوو ښار پوليسو د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چي يوه ورځ دمخه ۱۴ ښځي او دوې تنې نجوني ورکي سوي دي. د دغه ښار د یوه دولتي مامور په خبره د سابون گاري ماداگالي په کلي دغه ښځي د لرگو ټولولو او کب نيولو پرمهال تښتول سوي دي.

افراطي ډله بوکو حرام د نايجيريا په شمال مسلمان مېشته سيمه کي له ۲۰۰۹م کال راهيسي د يوه اسلامي دولت د رامنځ ته کولو له پاره مبارزه کوي.

له هغه وخت راهيسي تر ۱۷۰۰۰ زيات انسانان وژل سوي او نژدې ۲،۶ ميليونه نور تېښتي ته مجبوره سوي دي. د بشري حقونو سازمانونو د راپورونو له مخي تر اوسه پوري دغي افراطي ډلي په زرونو ښځي تښتولي دي.

د ۲۰۱۵م کال په مارچ مياشتي بوکو حرام ډلي له افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) سره د وفادارۍ اعلان وکړ.