1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نايجيريا پوځ ۳۰۰ ښځي او نجوني آزادي کړي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۹, چهارشنبه

د نايجيريا پوځ ويلي دي چي د ترهگري ډلي بوکو حرام له منگولو څخه ئې نزدې ۳۰۰ ښځي او نجوني آزادي کړي دي. خو په دې ښځو کي هغه نجوني نه دي شاملي چي يو کال دمخه له يوه ښوونځي څخه وتښتول سوې.

https://p.dw.com/p/1FGuw
انځور: picture alliance/AP Photo/Gambrell

د نايجيريا پوځ خبر ورکړی دئ چي له تروريستي ډلي «بوکو حرام» څخه نزدې ۲۰۰ نجوني او ۹۳ ښځي آزادي کړي دي.

د نايجيريا د پوځ يوه وياند د تويتر له لاري لنډ خبر ورکړی دئ، چي دغه يرغمل سوي ښځي او نجوني ئې له ترهگري ډلي بوکو حرام سره په جگړه کي د «سمبيسا» سیمي په ځنگله کي آزادي کړي دي.

د نايجيريا «This Day» انلاين ورځپاڼي د دغه هيواد د پوځي د وياند ډگروال ثاني عثمان، په حواله ليکلي دي چي په دغو آزادو سوو نجونو کي هغه نجوني نه دي شاملي چي د تيرکال په اپريل مياشت کي په چيبوک سيمه کي تروريستي ډلي بوکرام له يوه ښوونځی څخه تښتولي دي.

د تير کال په اپريل مياشت کي د نايجيريا په شمال لوېديځ کي له چيبوک سیمي څخه تر ۲۰۰ د زياتو زده کوونکو د يرغمل نيوني پيښي په ټوله نړۍ کي سخت غبرگونونه را وپارول.

له هغه وخت راهيسي د يرغمل سوو نجونو څو تنې په تېښته بريالۍ سوي دي، خو نزدې ۲۱۹ تنې لا تر اوسه پوري له بوکو حرام افراطي ډلي سره يرغملي دي.

د بوکو حرام افراطي ډلي مشر ابوبکر شيکاو د دغو نجونو تر تښتولو وروسته ويلي ول، چي په دوی ټولو به اسلام ومنل سي او واده به سي.

د دغو نجونو د ژوند په اړه هغه مهال هيلي پيدا سوې چي د تير کال په می مياشت کي ئې د يوې ډلي ويډيو خپره سوه. د دغو نجونو د آزادۍ په اړه مدني فعالانو او د تښتول سوو نجونو د کورنيو غړو د جمهور رئيس گودلاک جاناتان د حکومت پر کرار غبرگون باندي سختي نيوکي وکړې.

خو د دغه هيواد نوي انتخاب سوي جمهور رئيس محمد بخاري، بيا ژمنه وکړه چي د تښتول سوو نجونو د ځای پيدا کولو او آزادۍ له پاره به خپل ټول تلاښونه وکړي. خو هغه په عيني حال کي دا خبر داری هم ور کړی دئ، چي کيدای سي دغه نجوني هيڅکله هم پيدا نه سي.

د نايجير د پوځ د يوه چارواکي په خبره له بوکو حرام ډلي سره په دغه جگړه کي د دوی ۴۰ عسکر وژل سوي او ۳۵ ئې ورک سوي دي.

ويل کيږي چي د بوکو حرام ډلي جنگياليو د شنبې په ورځ د نايجيريا سرحد ته نژدې د چاد درياب يو ستراتيژيک ټاپو هم نيولی دئ. د ځايي رسنيو په حواله د بوکو حرام ډلي په سوونو جنگيالي په کښتيو کي دغه ټاپو ته ورغلي او نيولی ئې دئ.

خو د نايجير پوځ ويلي دي چي دغه ټاپو ئې بيرته له افراطي ډلي نوکو حرام څخه نيولی دئ.