1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو او روسيې تر منځ روابط د ښه کيدو په حال کي دي

۱۳۸۹ آبان ۲۷, پنجشنبه

د شوروي اتحاد د ختميدو او د کمونسټي هيوادونو د پوځي اتحاد يعني وارسا پکټ تر منحليدو وروسته، په 1991 ميلادي کال کي روسيې او ناټو هڅه وکړه چي پر خپلو اړيکو د سره غور وکړي او پخوانی د دښمنی فضا د منځه يوسي

https://p.dw.com/p/QD0y
د ناټو عمومي منشي راسموسن ، او د روسيې صدراعظم پوتين
د ناټو عمومي منشي راسموسن ، او د روسيې صدراعظم پوتينانځور: AP

خو دا يوه اسانه خبره نه وه . روسيې د شمالي اطلس په دفاعي تړون ناټو کي د نوو غړيو شاميليدو ته تل د انتقاد په سترګه کتل . ځکه چي دغه اتحاد په کراره کراره د روسيې سرحدو ته ورنژدې کيده . د بلي خوا ناټو په دې هڅه کي وه چي روسيې ته دا اطمنان ورکړي چي ددې تړون څخه روسيې ته کوم خطر متوجه نه دی . او اوس د افغانستان، کوسوو او د افريقي په ښکر کي دهغه د ماموريتونو سره همدا اوس نور هدفونه تعقيبوي . د ناټو د عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن په اند شل کاله پس او تر ډيرو کشمکشو وروسته اوس يو واري بيا ددې موقع ده چي دوه اړخيزه اړيکي ښه والی ومومي.

« اوس ددې وخت رارسيدلی دی چي د روسيې او ناټو تر منځ اړيکو کي يو نوی پيل رامنځته سی . او لزبن هغه ځای دی چيري چي دا پيل کيدلی شي .»

د ناټو او روسيې تر منځ اړيکي تل د ناټو په رهبري کونکي قوت امريکا او روسيې په اړيکو پوري تړلي دي . کله چي ددغو دوو اټومي ځواکونو تر منځ اړيکي ښې وي، نو بيا پاته ټول شيان سم وي . او اوس همداسي يوه مرحله ده . د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما او د روسيې جمهوررييس ډيميټري ميدويديف د روان کال په اپريل کي د خلع سلاح پر يوه تړون لاس ليکونه وکړل . ميدويديف د يوې هراړخيزي اروپايي امنيتي ستراتيژۍ خپل پخوانی نظر يو وار بيا ياد کړ، چي دا به د ناټو اغيزي يو څه کمي کړي.

« د ناټو او روسيې اړيکو په دې تيرو څو مياشتو کي يوه جوړونکي او رښتوني بڼه غوره کړي ده . دا مونږ ته ددې موقع په لاس راکوي چي مونږ په اروپا کي او په نړۍ واله کچه يو امنيتي سيسټم جوړ کړو.»

Nato Russland Rat Wiederaufnahme Jaap de Hoop Scheffer
انځور: picture-alliance/ dpa

د جرمني پخواني د دفاع وزير فوکر روهه خو لا ډير مخکي ځي . دی په ناټو کي د روسيې د غړي کيدو غوښته کوي . دی وايي روسيه او ناټو دواړه د ترهګري او د اتومي وسلو د خپريدو د نړۍ والۍ چلنج سره مخامخ دي . د ناټو د کارپوهانو جرګه، چي د ناټو نوې ستراتيژي يې هم جوړه کړي، هم د دواړو لپاره دګډو ننګونو خبره کوي . د ناټو د کارپوهانو د جرګي الماني استازي، هنس فريډرش فون پلويډز د المان غږ راډيو سره په يوه مرکه کي، له همدې امله د ناټو او روسيې د راکټونو د شريک دفاعي سسټم په جوړولو کي د دواړو لپاره ښه چانسونه ويني.

« مونږ اوس د روسيې سره په شريکه د خطرونو د تحليلولو په برخه کي کار کوو. او زما په نظر دا د نورو همکاريو لپاره يو ډير ښه د پيل ټکی دی . که سړی ځان ته ګواښ ونه ګوري نو په سياسي او هم په تخنيکي لحاظ په يوه داسي مغلق پلان کي به برخه اخيستو ته چمتو نسي . خو زه فکر کوم چي روسيې په دغه برخه کي پرمختګ کړی دی .»

د ناټو او د روسيې په اړيکو کي ښه والی له دې امله هم راغلی چي د لويديځي اروپا او بالقان د هيوادونو اړيکي د روسيې سره نورعالي شوي دي .

د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل المان ته د ناټو او د روسيې لپاره د يوه منځګړي په سترګه ګوري . دا غواړي چي فرانسه هم په دې خبرو اترو کي شامله شي . دې وويل چي سړی بايد روسيې سره يوازي د امنيتي سياست په برخه کي نه بلکي د اقتصاد په برخه کي هم اساسي خبري وکړي .

برنډ/ بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري