1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو او روسيې تر منځ نوې همکاري

۱۳۸۸ تیر ۷, یکشنبه

ناتواو روسيې دیو لړ نړیوالو امنیتی ګواښونو پر سر د همکاريو لپاره یو بل ته بیرته لاسونه سره ورکړل، که څه هم هغوی ونه توانیدل چی د ګرجستان په لانجه باندی خپل ژور اختلاف حل کړی...

https://p.dw.com/p/IcsF
د ناټو او روسيې تر منځ د همکاري موافقه يوه اونۍ مخکي له هغه کيږي چي په پلان کي ده بارک او بام په مسکو کي د ديميتر ميدويدف سره وګوري
د ناټو او روسيې تر منځ د همکاري موافقه يوه اونۍ مخکي له هغه کيږي چي په پلان کي ده بارک او بام په مسکو کي د ديميتر ميدويدف سره وګوري

د قفقاز د تیر کال له جګړی څخه را په دی خوا د یونان د کورفو په ټاپو کی پرونی غونډه د دواړو اړخونو ترمنځ د لوړ پوړو چارواکو تر ټولو لومړی وه.

د همکاری موافقه وروسته له هغی وشوه چی د ناتو عمومی منشی یاپ د هوپ سخیفر وویل،دواړه اړخونه پوه شوی دی چی اوس هغه وخت دی تر څو د یو لړ نړیوالو امنیتی ګواښونو په وړاندی سره لاس یو کړی، لکه په افغانستان کی د روان بغاوت او نشه یی توکو قاچاق، د سومالیی سمندری غلو، نړیوال تروریزم او د هستوی وسلو د تکنالوژی خپریدل.

د روسیی او ناتو په اړیکو کی یخ یواځي یوه اونی مخکی له هغی په ولیکیدو پیل وکړ چی په ماسکو کی د متحده ایالاتو او روسیی، د جمهور رییسانو بارک اوباما او دیمتری میدویدایف ترمنځ د لیدنی کتنی او په ایتالیا کی د اته نومی د ډلی دیوی سرمشرایزی لپاره بند وبست روان دی.

یاپ د هوپ سخیفر د روسیی - ګرجستان شخړی ته په اشاری سره یو خبری کنفرانس ته پرون وویل: « مونږ په یوی سیاسی سطحی خپلی اړیکی بیرته له سره ټینګی کړی، مونږ همدا راز موافقه وکړه چی په پوځي سطحه که هم سره تماسونه ونیسو، هغه څه چی د تیر کال د اګست د میاشتی را په دی خوا سره په ټپه درول شوی ؤ.»

د تیر کال د اګست په میاشت کی په ګرجستان باندی د روسیی له یرغل څخه وروسته، د ناتو او ماسکو ترمنځ اړیکی خړی پړی شوی او د ناتو- روسیی، نومی شورا داروازه وتړل شوه.

د ناتو مشر زیاته کړه: « اوس د دغی شورا دروازه بیرته پرانیستل شوه او په کار یی پیل وکړ. مونږ یو بل سره موافقه وکړه چی اختلافی مسایل باید ټول ګاډی په ټپه ونه دروی. په دی کی شک نه شته چی د ګرجستان پر سره لا تراوسه بنسټیز اختلاف پر ځای پاتی دی، خو بیاهم روسیه ناتو ته او ناتو روسیی ته اړتیا لری.»

د ناتو عمومی منشی یادونه وکړه: « ښکاره ده چی افغانستان، د روسیی له نظر هم، هغه یو ځای دی چیرته چی د دواړو اړخونو نژدی همکاریو لپاره اړتیا لیدله کیږی، خصوصا د نشه یی توکو ضد مبارزی په برخه کی.

د یونان د کورفو په ټاپو کی د ناتو او روسیی د لوړ پوړو چارواکو خبری اتری چی د بهرنیو چارو وزیرانو په سطح سرته ورسیدی، روسیه د ګرجستان په لانجه کی له خپل سخت دریځ څخه راکښته نه شوه.

د روسیی د بهرنیو چارو وزیر لاروف هم پرونی غونډه په عمومی توګه مثبت وګنله او د ګرجستان د لانجی پر سره یی د د روسیی او د ناتو ترمنځ په اختلاف باندی اعتراف وکړ او وویل: « په دی اړه په ښکاره توګه نظریات سره رد اوبدل شول.»

لاروف د خپل هیواد دا دریځ یو ځل بیا څرګند کړ چی د هغو دو سیمو چی له ګرجستان څخه جلا شوی دی، د ماسکو له خوا د هغوی د خپلواکی په رسمیت پیژندل د «یونوی نه شاتګ واقعیت» دی چی لویدیځ باید پری اعتراف وکړی.

عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل