1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو او روسيې مشورتي شورا خپل کار ته ادامه ورکوي

۱۳۸۷ مرداد ۳۰, چهارشنبه

د جرمني دخارجه چارو وزير فرانک والټر سټاین ماير پدې نظر دی، چه پر روسيې باندي بايديوازي د ديپلوماتيکي لاري فشار راوستل سي

https://p.dw.com/p/F1dw
د جرمني او امريکاد خارجه چارو وزيران،فرانک والټر سټاین ماير اوکوندوليزا رايس
د جرمني او امريکاد خارجه چارو وزيران،فرانک والټر سټاین ماير اوکوندوليزا رايسانځور: AP

د برتانيا خارجه وزير ډيويدميلي برانډ په بروکسل کښي د ناټود فوق العاده غونډي پر مهال وويل ، داچه روسيه پر خپلي وعدې سربيره د ګرجستان څخه نه وزی، موږ نور هم سره يو کوي . او خصوصأ فرانسوﺉ استازﺉ پدې چه روسيه د اوربند منل سوی پلان نه مراعتوي ، ډير په قهر ؤ. بلاخره د اروپايي ټولني د شورا په حيث د فرانسې جمهوررييس نيکولا سرکوزي دغه پلان پخپله جوړ کړی ؤ .

ناټود روسيې څخه يو وار بيا په شديدو الفاظوسره وغوښتل چه دګرجستان ارضي تماميت په رسميت وپيژني . او روسي پوځونه بايد د جنوبي اوزيزيستان او افخازيا څخه ووزي .

دامريکا دمتحده ايالاتو خارجه وزيره کوندوليزا رايس وويل چه روسيه اجازه نلري ، چه اروپا يو وار بيا سره تقسيم کي . دې اضافه کړه چه ناټو په اروپا کي د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته دونه پلاس راوړي دي ، چه اوس په هغه کي سوله راغلې ،او سره يو ده .

ناټو هغه وعده چه غواړي ګرجستان او اکراين به په ناټوکي شاملوي ، يووار بيا تکرار کړه ، او د هغه دورشامليدل وخت ته به هم تغير ورنکول سي . خو د هغوی د ورشامیدو د وخت فيصله به ناټو په ډسامبر کي وکي .

دامريکا متحده ايالاتواو ډيرو نورو شرقي اروپايي هيوادونو دروسيې په مقابل کي د سخت چلند اعلام کړی دی . خو د جرمني دخارجه چارو وزير فرانک والټر سټاین ماير خبرداری ورکړی دی ، چه ناټو په قفقازکښي ډير لږ رول لري ، او نبايدډيره مداخله وکي . ناټو کم نظامي الترناتيف نلري ، او بايديوازي د ديپلوماتيکي لاري څخه پر روسيې باندي فشار راوړي .

ده وويل چه د روسيې سره د خبرو سلسله نبايد وشکيږي . د ناټو او روسيې شورا چه يو مخصوص مشورتي ارګان دی ، بايد خپل کار ته ادامه ورکي . خو د ناټو عمومي منشي ډې هوپ سخيپر وويل چه په دغه برخه کي به د روسيې سره د وزيرانو په سطح ليدنه کتنه تر نامعلومه وخته پوري وځنډيږي .

دامريکا دمتحده ايالاتو خارجه وزيره کوندوليزا رايس ويلي دي ، چه هدف داندی چه روسيه منزوي سي ، بلکه دا پخپله روسيه د خپل سياست پواسطه کوي . پدې منځ کښي روسيې په ګرجستان او جلا سوو ولايتو جنوبي اوزيزيستان او افخازيا کي د څارونکو او ناظرينو د يوه پلاوی سره موافقه کړيده . په اروپا کي د ګډ کار او امنيت سازمان OSZE چه په هغه کي روسيه او ګرجستان هم شامل دي ، غواړي په راتلونکو ورځو کي تر سلو غير نطامي کسانو پوري سيمي ته وليږي ، تر څو د نژدې څخه حالات وګوري .