1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو بمباریو په هلمند کي بيا ولسي کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۰ فروردین ۶, شنبه

د ناتو د خپلی یوی وینا له مخی یو ځل بیا د هغه د ځواکونو د هوایی بمباریو په نتیجه کی په افغانستان کی ولسی وګړی ووژل شول.

https://p.dw.com/p/RCvj
انځور: AP

د ناتو تر مشری لاندی د نړیوال امنیتی مرستندوی ځواک آیساف په یوی وينا پاڼي کی چی په کابل کی خپره شوی ده راغلی دی چی په هلمند کی د ناتو ځمکنیو ځواکونو وروسته له هغی د هوایی بمباریو لپاره بلنه ورکړه چی ورته خبر ورکړ شو : «په دوو نقلیه وسیلو کی طالب اورپکی لیږدول کیږی.»

ناتو وویل وروسته معلومه شوه چی په دغو نقلیه وسیلو کی طالبان نه بلکه ولسی خلک سپاره ؤ.

د آیساف په وینا پاڼي کی راغلی دی: « د هلمند ولایت د نوازد په ولسوالی کی د جمعی په ورځ افغان ولسی وګړی په اشتباهی توګه ووژل شول.» . په وینا پاڼه کی زیاته شوی ده چی د پیښی پلټنه پیل شوی ده.

په داسی حال کی چی د ایتلاف ځواکونه په اوړی کی افغان امنیتی ځواکونو ته د مسوولیت د سپارلو د پيل په موخه د طالبانو تر مشری لاندی د بغاوت د مخنیوی لپاره هلی ځلی لری، د ولسی وګړو مرګ ژوبلی په نړیوالو پوځي عملیاتو کی یو حساسه موضوع ګرځیدلی ده.

د نوزاد پیښه وروسته له هغی رامنځ ته کیږی چی څه موده مخکی په کنړ کی 9 کسان چی د چارواکو د وینا له مخی ډيری ماشومان ؤ، د ناتو د هوایی بمباریو قربانیان شول.

د کنړ پیښی د ملکی وګړو د مرګ ژوبلو په هکله د عامو خلک قهر او غوصی راوپارولی او په افغانستان کی د ناتو عمومی قوماندان جنرال دیوید پیترایس دی ته واړاوه چی په ښکاره توګه «بښنه وغواړی»، هغه څه چی د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو له امله د داسی پیښو په هکله لږ وخت صورت مومی.

د لویدیځ تر ملاتړ لاندی افغان ولسمشر حامد کرزی چی له واشنګتن سره اړیکی بی ثباته دی د کنړ وروستی مرګ ژوبلی وغندلی او وویل چی جنرال پیترایس «بښنه» بسیا نه کوی.

د هغه د ولسمشری د دفتر له خوا په یوی خپری شوی وینا پاڼه کی د کنړ پیښی ته په اشاری سره وویل شول: « د ولسی وګړو مرګ ژوبلی د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکی د خراپیدو اصلی لامل دی.» د هغه له خولی زیاته شوی ده: « خلک نور زیاتی ستړی شوی دی. غندل او بښنه غوښتل نور زیاتی د هغوی دردونه درمل کولای نه شی.»

کرزی استدالال کوی چی د ناتو د عملیاتو په نتیجه کی د ملکی خلکو مرګ ژوبلی د دی سبب شوی چی عام خلک د متحده ایالاتو د حکومت پر ضد ولسمول شی . هغه وویل دا ډول پیښی طالبانو سره زیاته مرسته کوی.

که څه هم د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کی د ملکی وګړو د مرګ ژپولو شمیر په سلو 21 جوړوی، پاتی یی د طالب اورپکو له خوا سرته رسیدلی دی، خو د عامو خلکو غوصی ډیر زیاتی پراخی دی.

کرزی د تیری سه شنبی په ورځ اعلان وکړ چی د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه په شمول په 7 سیمو کی به د چنګاښ په میاشت کی افغان امینتی ځواکونو ته مسوولیت وسپارل شی.

په هلمند ولایت کی د طالبانو په امر له څو ورځو را په دی خوا د موبایل تیلفونی شبکی غوڅی شوی دی، له دی امله په دغه ولایت کی له چارواکو سره تماس ممکن نه دی چی د وروستی پیښی په هکله تبصره وکړی.

دا چی د نوزاد په هوایی بمباری کی څه شمیر ولسی وګړی وژل شوی دی تر اوسه پوری معلومات لاس نه دی راغلی.

عبدالباري حکيم

کتونکي: احمدولي اڅکزی

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل