1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو د الوتکې لویدو پنځه بهرني سرتیري ووژل

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۶, شنبه

د افغانستان په سویل کې د ناټو د یوې څرخي الوتکې د لویدو له کبله د دغه سازمان پنځه تنه سرتیري وژل شوي دي. په افغانستان کې د ناټو میشتو ځواکونو دغه پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې الوتکه د شنبې په ورځ لویدلې ده.

https://p.dw.com/p/1Boq2
انځور: AP

د ناټو له خوا په دې اړه په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې اوس د پیښې پایلې تر څیړنو لاندې دي. په بیانیه کې د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي راغلي. پر دې سربیره د وژل شویو سرتیرو هیوادونه هم نه دي ښوولي. ناټو ډیر وخت د هغو سرتیرو د نومونو او هیوادونو په اړه معلومات نه خپروي چې په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ناټو له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «ایساف اوس د پیښې عواقب څیړي ترڅو لا ډیر حقایق ترلاسه کړي.»

له دې سره په روانه میاشت کې په افغانستان کې د وژل شویو بهرنیو سرتیرو شمیر اوو تنو ته لوړ شو. دا په داسې حال کې ده چې د پلان له مخې به د ناټو ټول جنگي ځواکونه د روان کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي. اوس د افغانستان د ډیرو برخو امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانان په لاس کې لري.

په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې تاوتریخوالي زور اخیستی دی. تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوه روغتون ساتونکي پر امریکایي ډاکټرانو باندې ډزې وکړې چې په پایله کې یې درې کسان ووژل شول او یوه بله امریکایي ډاکټره ټپي شوه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب