1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بروکسل کې د افغانستان په اړه بحث

۱۳۹۵ آذر ۱۶, سه‌شنبه

د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د سه شنبې په ورځ په بروکسل کې سره ویني. دغه چارواکي به د افغانستان پر سر پر بحث سربیره په اروپايي ټولنه کې د همکارۍ او له روسیې سره د اړیکو په اړه بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/2To2T
Brüssel  Jens Stoltenberg
انځور: Reuters/F.Lenoir

په بروکسل کې د سه شنبې ورځي غونډه به د جان کیري له پاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ناټو د غړو هیواد هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو وروستۍ غونډه وي. کیري به د غونډې په ترڅ کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مسئولي فیدریکا میګوریني، سره وویني.

تمه کیږي کيږي چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د سه شنبې ورځې په پای کې په اروپا کې د ګډې همکارۍ په اړه پر یوه تړون باندي موافقه وکړي.

پر دې سربیره د بهرنیو چارو وزیران ښايي له روسیې سره پر اړیکو باندې هم وغږیږي خو د چهارشنبې ورځې د غونډې د بحث موضوع بیا په افغانستان کې د دې سازمان د "بشپړ ملاتړ" ماموریت دی.

پتېيل شوې ده چې په راتلونکي کال کې به د ناټو په عمومي غونډه کې د امريکا نوی انتخاب شوی ولسمشر دونالد ترمپ هم برخه ولري. د دغي غونډي نېټه تر اوسه پوري ښوول شوې نه ده.

د ناټو عمومي منشې ينس ستولتنبرگ، په بروکسل کې خبريالانو ته وويل چې له ترمپ سره په کتنه کې به پر نورو موضوگانو سربيره په افغانستان کې د وضعيت په اړه بحث وشي.

ستولتنبرگ وويل: «زه ډاډيمه چې د امريکا متحدو ايالاتو نوی مشر به د افغانستان ملاتړ کوي، او په افغانستان کې به د ناټو د ماموريت په چوکاټ کې د دغه هیواد د امنيتي ځواکونو په روزنه او مشوره ورکولو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

هغه د افغانستان پېچلي وضعيت ته په کتو سره د افغان امنيتي ځواکونو د زړورتيا ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې په افغانستان کې به د وارسا له پريکړي سره سم د ناټو ۱۳ عسکر پاته وي.