1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو د روزنيز ماموريت په اړه نوي پوښتني

عبدالباري حکيم/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

د ناټو دغړو هيوادونو د دفاع وزيران نن او سبا په بروکسل کي پر نورو نړيوالو موضوعاتو سربيره د افغانستان په هکله هم خبري کوي. د ناټو پر نوي روزنيز ماموريت د امريکايي عسکرو د وتلو اغېز د هغوی د بحث مهمه اجندا ده.

https://p.dw.com/p/1CAx2
انځور: Michael Kappeler/AFP/Getty Images

د شمالي اتلانتيک تړون په سازمان ناټو، کي د امريکا متحده ايالاتو استازي پرون وويل چي د ولسمشر بارک اوباما دا پريکړه چي غواړي په افغانستان کي خپل سرتيري کموي، په دي معني ده چي د افغان امنيتي ځواکونو د روزني له پاره د ناتو يو پلان يوازي د راتلونکي ميلادي کال تر پايه پوري د ضمانت وړ دی.

اوباما تيره اووني اعلان وکړ چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به ۹۸۰۰ عسکر په افغانستان کي پاته شي، چي وروسته بيا دغه ځواک هم د ۲۰۱۶ کال تر پايه پوري، په بشپړه توگه له دغه هيواد څخه ووځي.

په دې ډول يو پلان سره امريکا غواړي چي د خپل تاريخ يو ډيره اوږده جگړه چي پر دغه هیواد باندي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ نېټې بريدونو ولمسوله، پای ته ورسوي.

د ناټو د غړو هيوادونو د دفاع وزيران نن او سبا په بروکسل د افغانستان له پاره پر خپل نوي پلان شوي ماموريت Resolute Support، يا «پريکړن ملاتړ» باندي بحث کوي. د بحث مهمه خبره دا ده چي آيا له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو مهال ويش پر دغه پلان باندي اغېزه لري که نه، که يي لري نو څه ډول.

د ناټو يو شمير ديپلوماتانو وويل چي د امريکايي ځواکونو د وتلو مهال ويش د ناټو د دغه پلان په هکله چي غواړي په سيمه ييزو اډو کي افغان امنيتي ځواکونه وروزي، دا پوښتني رامنځ ته کړي دي چي آيا د امريکايي سرتيرو د کميدو په پام کي نيولو سره کيداي شي دغه پلان تر يوه کال زيات دوام وکړي.

په ناټو کي د متحده ايالاو استازي دگلاس لوت، يوه لنډ خبري کنفرانس ته وويل، دا لا تراوسه روښانه نه ده چي آيا د ناټو ماموريت به تر۲۰۱۵ کال وروسته هم دوام وکړي که نه، حتي که چيري راتلونکی افغان ولسمشر له امريکا او ناټو سره پلان شوی امنيتي تړون لاسليک هم کړي.

لوت وويل: «زه کولای شم چي يوازي دومره ووايم چي د واشنگټن له خوا اعلان شوی پلان يوازي دا ډاډ ورکوي چي د ناټو د «پريکړن ملاتړ» ماموريت لږ تر لږه يو کال دوام کولای شي.»

د متحده ايالاتو استازي د خپلو خبرو په دوام کي وويل: «دا چي تر هغه وروسته څه کيږي په هغه پلان پوري اړه لري چي تراوسه لا جوړ شوی نه دی. يوه خبره روښانه ده چي له پريکړن ملاتړ ماموريت سره متحده ايالات تر يوه کاله پوري مرسته کولای شي.»

د ناټو يوه لوړپوړي پوځي چارواکي وويل چي هغه تمه لري چي د ناټو نور غړي هيوادونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ پوري سرتيري د امريکايي ځواکونو تر څنگ ودروي.

د ناټو د روزني د نوي پلان له مخي ترکيه په کابل، آلمان په مزار شريف، ايټاليا په هرات او امريکا متحده ايالات په جنوب او ختيځ کي د افغان امنيتي ځواکونو د روزني ماموريت مشري پر غاړه اخيستي ده.

د پلان بدلون

خو د ناټو يو لوړ پوړي ديپلومات وويل چي د امريکايي سرتيرو د کمولو د تصميم معني دا ده چي په کابل او څلورو نورو سيمه ييزو«اډو» کي د ناټو پلان شوې طرحه به تر ۲۰۱۵ وروسته پايښت نه ولري.

نوموړي ديپلومات چي د خپل هويت د ښوولو په شرط يې خبري وکړي وويل: «د ۲۰۱۶ کال له پاره به تر يوې اندازې بل ډول پلان وي او د ۲۰۱۶ کال په پای کي به نور نه امنيتي روزنه وي او نه هم کومه پوځي سلا مشوره او مرسته.»

دغه راز د امریکايي ځواکونو د کمولو اعلان په دې هکله هم پوښتني رامنځ ته کړې چي آيا آلمان او ايټاليا به وکړای شي چي په يوازيتوب سره د افغان امنيتي ځواکونو د روزني ماموريت ته په شمال او لويديځ کي دوام ورکړي.

د ناټو ماموريت د عملي کولو له پاره اکمالاتي او لوژيستيکي مرستي په لومړيتوبونو کي راځي، لکه د هوايي بريدونو او ترانسپورت له پاره الوتکي او دغه راز د تيلو د اکمال الوتکي. دغه ډول مرستي تر زياتي کچي يوازي د امريکا متحده ايالات چمتو کولای شي.

د متحده ايالاتو استازي، لوت د دا ډول مرستو په هکله وويل چي د هغه هيواد اکمالاتي مرستو ته ژمن دي، خو «دا د دې معنی نه لري چي امريکا به خپل هر متحد ته هر چيري چي موقعيت ولري امکانات او منابع برابروي. دا ځکه چي تر يوې اندازې پوري دا د هر هيواد خپل مکلفيت دی چي له خپلو سرتيرو سره مرسته وکړي.»

ويل کيږي چي د متحده ايالاتو۹۸۰۰ سرتيري چي په راتلونکي کال کي پاتيږي کيږي، يوه برخه به يي د ناتو د امنيتي روزني په چوکاټ کي او يوه برخه به يي د القاعدې د هدفونو پر خلاف د ترهگرۍ ضد ماموريت له پاره وگومارل شي.