1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو د یوې الوتکې د رالویدو له کبله یوولس کسان ووژل شول

۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15qci

په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونو د پنج شنبې په ورځ په یوه خبر پاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د هغوی یوه څرخي الوتکه رالویدلې ده چې له کبله ئې درې تنه امریکايي سرتیري، څلور تنه د ناټو نور بهرني سرتیري، درې تنه افغان سرتیري او یو تن افغان ژباړونکی وژل شوی دئ.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو ویلي دي چې دغه پېښه د کندهار ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ناټو په خبر پاڼه کې راغلي دي چې اوس دغه سازمان د دې پېښې د رامنځ ته کیدو لامل څیړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د دې پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.