1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو روزنيز ماموريت له نويو گواښونو سره مخ دئ

۱۳۹۰ دی ۱۲, دوشنبه

د افغان پوځ او ناټو قوماندانان، اوس له يوه نوي چلينج سره مخ دي چي ښايي د افغان ملي پوځونو د روزلو بهير ته زيان ورسوي. اوس دا ويره ډيره شوې ده، چي په عسکري جامو سمبال وسله وال خپل توپک د خپلو روزونکو پر لور را واړوي.

https://p.dw.com/p/13crU
په افغانستان کي د پوليسو د روزني يو مرکز
په افغانستان کي د پوليسو د روزني يو مرکزانځور: AP

په يوه تازه پيښه کي د فرانسې د پوځ دوه روزونکي د يوه ورته کس له لوري چي ويل کيږي ظاهراً د افغان پوځ غړی وو د پوځي تمرين پر مهال ووژل شول.

ترهغه دمخه د تير کال د می مياشتي پر يوولسمه دوه امريکايي سمندري عسکر په هلمند کي د يوه افغان پوليس له لخوا په نخښه شول.

ددې ستونزي تر ټولو خونړۍ پيښه د ۲۰۱۱ کال په اپريل کي هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چي د افغان هوايي ځواکونو يوه منصبدار نهه تنه امريکايي عسکر د کابل په هوايي ډګر کي ووژل.

ټاکل شوې ده، ناټو د خپلو سرتيرو د ايستلو په بدل کي د خپلو پوځي مربيانو شمېره لوړه کړي، او د افغانانو د روزلو بهير ته چټکوالۍ ور کړي. خو د دوستانو په جامو سمبالو بريد کوونکو دغه بهيرته جدي ګواښ متوجه کړی دئ.

په کابل کي د ايساف قواوو وياند کريستن ياکوپسن دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي دا چلينج په ريښتيا هم ډير جدي دئ، خو هغه فکر نه کوي چي دا دي د دوی په وړاندي د ياغيانو له خوا د يوه ستر پلان شوي کمپاين يوه برخه وي.

«لومړی موږ داسي څه نه وينو چي گويا دا به زموږ په وړاندي د دښمن يو کمپاين او يا د پلان شويو عملياتو يوه برخه وي، دوهم دا چي موږ د افغان ځواکونو د استخدام پر پروسه باوري يو او په هره دغه ډول واقعه خواشيني يو. خو دا به زموږ پر روزنيز ماموريت باندي کوم اغيز و نه لري.»

خو د سياسي چارو شنونکی بشيرعاطف د دغسي پيښو رامنځ ته کېدل ډير جدي او د ناټو د روزنيز ماموريت له پاره زيان رسونکي بولي.

«يو خو د بهرنيو ځواکونو او افغان قواوو د اعتماد فضا له مينځه ځي، دوی به په اخلاص افغان پوځونه و نه روزي، او افغان پوځ به په ټاکل شوې موده کي پر خپلو پښو و نه دريږي او بل به مخالفين هم تشويق شي، چي له فرصت څخه ګټه واخلي او د پوځيانو او پوليسو ليکو ته په اسانۍ سره لاره ومومي».

ښاغلی عاطف وايي، چي د پوځيانو او پوليسو ليکو ته په طالبانو پوري د تړلو جاسوسانو د ننوتلو له پاره لازم ګامونه نه دي اخيستل شوي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چي دوی د ملي امنيت له ځانګړي تجسسي ټولګۍ څخه پرته د ګمارل کيدونکو سرتيرو د پيژندګلوۍ له پاره له بيو متريک سيستم څخه هم کار اخلي.

خو له دې سيسټم سره سره بيا هم د ناټو پر مربيانو مرګوني ګوزارونه نه دي کم شوي او داسي تضمين هم نشته چي ګويا دغه بريدونه به صفر ته را ټيټ شي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل