1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د ناټو قوماندان: خرابه رهبري د تلفاتو د لوړیدو لامل کیږي

۱۳۹۵ آبان ۳, دوشنبه

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان ویلي چې د افغان پولیسو او اردو په قطعاتو کې د رهبرۍ د ډیرو ابتدایي ستونزو له کبله په دې هیواد کې د مرګ ژوبلې کچه تر بل هر وخت ډیره لوړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/2RbgE
Afghanistan neuer Nato-Oberbefehlshaber General John Nicholson
انځور: Reuters/R. Gul

افغان امنیتي ځواکونو له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ټول هیواد په کچه امنیتي مسوولیتونه پر غاړه اخیستې دي. خو له همدې مودې راهیسې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د تلفاتو کچه هم ډیره لوړه شوې ده.

یوازې په ۲۰۱۵ کال کې د وژل شوو کسانو شمیر ۵۰۰۰ تنه وو. د هغوي ډیره برخه له طالبانو او نورو یاغیانو سره په جګړه کې وژل شوي دي. په همدې کال کې ۱۵۰۰۰ تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

جنرال جان نیکولسن، خبریالانو ته وویل: «موږ د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د کچې په اړه ډیر اندیښمن یو [...] سږ کال دغه کچه د تیر کال په څیر او یا هم تر هغې یو څه لوړه ده. د تلفاتو کچه بیلا بیلو سیمو او قطعاتو کې سره توپیر لري.»

دغه امریکایی جنرال خبریالانو ته وویل: «د مرګ ژوبلې د لوړې کچې یو لامل، د رهبري، په بیلابیلو سطحو کې پاتې راتلل دي. دا موضوع د پولیسو په منځ کې ډیره لیدل کیږي او د پوځ په لیکو کې د دغې ستونزې کچه ټیټه ده.»

د ناټو دغه جنرال روښانه کړې ده چې افغان سرتیري او د پولیسو د ټیټې رتبې لرونکي غړي د توان تر حده پورې خپل کار په ښه ډول ترسره کوي خو هغه ټینګار کړی چې دغه سرتیري د خپلو قوماندانونو د خراب مدیریت له کبله له خطر سره مخامخیږي.

نیکولسن په کابل کې خبریالانو ته وویل: «دغه ځوان افسران چې په پوستو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، ډیر وخت کافي ډوډۍ، اوبه او یا هم مهمات نه لري او ډیر وخت د هغوی مشران هم له هغوی سره نه وي.»