1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو قوماندان: ملا منصور د سولې پر وړاندې خنډ وو

آژانسونه/ م. ج۱۳۹۵ خرداد ۳, دوشنبه

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان، د دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو وژل شوی مشر ملا اختر محمد منصور، د سولې پر وړاندي یو ګواښ وو. هغه زیاته کړې ده چې د ملا منصور وژل کیدل به پر یاغیانو ناوړه اغیزه ولري.

https://p.dw.com/p/1It3z
په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن
په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسنانځور: Reuters/R. Gul

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن، کندز ته د خپل سفر پر مهال وویل چې ملا اختر محمد منصور، د سولې په خبرو اترو کې د کډون په هکله د افغان ولسمشر اشرف غني، وړاندیز رد کړی وو.

هغه وویل: «زه هیله لرم چې د طالبانو مشران به په دې خبره پوه شي چې اوس د دې وخت رسیدلی دی چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او د سولې له هڅو سره یوځای شي، څو د افغانستان خلک په راتلونکې کې له سولې او سوکالۍ خوند واخلي.»

په عین حال د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، هم ویلي دي چې د منصور وژل کیدل په افغانستان کې د سولې له هڅو سره مرسته کولای شي.

نیکولسن د ۲۰۱۵م کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان شو. خو دا دویم وار دی چې هغه د خپلې دندې له پیلولو راهیسې کندز ته سفر کوي. تیر کال په سپتمبر میاشت کې طالبانو د کندز ښار کنترول د یوې لنډې مودې له پاره په خپل لاس کې ونیو.

نیکولسن کندز ته د خپل سفر پر مهال د اکتوبر پر دریمه نیټه د امریکا متحدو ایالاتو په یوه هوایي برید کې د ملکي وژل شویو کسانو له کورنیو سره هم ولیدل. په دغه برید کې ۴۲ کسان وژل شوي وي.

د کندز والي اسدالله امرخیل، نیکولسن ته وویل: «د منصور وژل کیدل به پر امنیت باندې به ښه اغیزه ولري. زه دا د یوه ښه قدم په توګه بولم او فکر کوم چې د طالبانو او حکومت تر منځ به ښې خبرې وشي.»