1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو مشرانو له مشرف سره د طالبانو د بغاوت په اړه خبرې وکړې

۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

د ناټو عمومي منشي خاپ د هوپ شيفر د پاکستان له ولسمشر پرويز مشرف سره اوږدې خبرې وکړې تر څو د طالبانو د بغاوت په وړاندې د مقابلې لارې وموندلې شي.

https://p.dw.com/p/DKEU
د افغانستان او پاکتسان تر منځ د ناباورۍ يوه فضا رامنځ ته شوې ده
د افغانستان او پاکتسان تر منځ د ناباورۍ يوه فضا رامنځ ته شوې دهانځور: AP
ښاغلی شيفر د ناټو د 26 ملتيز سازمان له نظامي مشرانو او قوماندانو په بدرگه تقريبا دوه نيم ساعته د مشرف په کور کې له نوموړي سره په روالپينډۍ کې ليندنه کتنه وکړه او د پاک افغان گډې پولې په اوږدو کې يې د امنيت په اړه سلا مشوره کوله. د ناټو عمومي منشي به همداراز د پاکستان له کورنيو چارو وزير خورشيد قصوري سره گوري، دا په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکتسان تر منځ د ناباورۍ يوه فضا رامنځ ته شوې ده او نوموړي هېوداونو يو پر بل باندې د پړتيا تورونه لگوي.