1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو نوی عمومي منشي افغانستان ته ورسید

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۱۵, پنجشنبه

د ناتو نوی عمومي منشي ینس ستولتنبرگ، د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسید چې له افغان ولسمشر سره خبرې وکړي. په عین وخت کې امریکايی چاروکي وايي چې ښايی له افغانستان څخه د امریکايی سرتیرو ایستل ورو کړای شي.

https://p.dw.com/p/1DiBW
انځور: Reuters/Francois Lenoir

ینس ستولتنبرگ په داسې وخت کې افغانستان ته تللی دی چې له دغه هیواد څخه د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو د جنگي سرتيریو د وتلو له پاره څه کم دوه میاشتې پاتې دي.

ستولتنبرگ چې پخوا د ناروي صدراعظم وو د اوکتوبر په لومړۍ نیټه د ناتو د عمومی منشي په توگه خپله دنده پیل کړه او دا لومړی ځل دې چې افغانستان ته سفر کوي. وروسته له ۱۳ کلونو څخه د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړیوال امنیتي مرستندوی ځواک ایساف، جنگي ماموریت کابو دوه میاشتې وروسته پای ته رسیږي او د نوي میلادي کال له پیل څخه د شمالي اتلانتیک د تړون د «پریکړن ملاتړ» تر نامه لاندې نوی رونیز ماموریت، پیلیږي.

له کابل څخه د اسوشیتد پرس خبري آژانس د یو رپوټ له مخې د ناتو نوي عمومي منشي ستولتنبرگ، په نوموړي ښار کې د افغانستان د ځانگړو ځواکونو د روزنې له مرکز څخه لیدنه کتنه وکړه.

د ناتو په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ناتو «عمومي منشي به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د اجرائیه چارو له رئیس عبدالله عبدالله سره وويني». په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې ستولتنبرگ به له افغان مشرانو سره «د پریکړن ملاتړ د ماموریت په شمول د افغانستان - ناتو د همکاري په هکله خبری وکړي».

د ناتو خبرپاڼه وايي چې ستولتنبرگ به په کابل کې د «ناتو او د متحدینو له سرتیرو سره وخت تیر کړي او له هغوی څخه به د تیرو ۱۳ کلونو د ماموریت په خاطر مننه وکړي او په دې موده کې به د وژل شویو سرتیرو له پاره خپل تسلیت هم وړاندی کړي».

تر ۲۰۱۰ کال پورې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمیر تر ۱۳۰ زرو پورې رسیده، خو افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیت د سپارلو د بهیر له پیل سره اوس دغه شمیر کابو ۳۴ زرو ته راکښته شوی دی.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته په افغانستان کې د ناتو او امریکا متحده ایالاتو څه نا څه ۱۲ زره سرتیري د افغانستان د امنیتی ځواکونو د روزنی او ملاتړ له پاره پاتې شي.

«د امریکايي ځواکونو د وتلو پروسه ښايي ورو شي»

د فرانس پرس خبري آژانس د یوه رپوټ له مخې امریکايي قوماندانان اوس په دی هکله فکر کوي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو پروسه یو څه ورو کړي دا ځکه چې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د رامنځ ته شویو شخړو له امله افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد بهیر لږ څه شاته ولوید.

د اوسني پلان له مخې چې ولسمشر بارک اوباما طرحه کړی دی د جنوري میاشتي پورې په افغانستان کې د امریکايی سرتیرو شمیر ۹۸۰۰ ته او د متحدینو یې څه نا څه ۲۰۰۰ ته راټیټیږي او د ۲۰۱۶ کال په پای کې ټول دغه ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

په واشنگتن کې د متحده ایالاتو د دفاعي چارواکو چې هویت یی نه دی بربڼد شوی، له خولې ویل شوي دي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په وجه د دغه هیواد او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ دوه اړخیزه تړون وځنډید او اوس دا پوښتنې رامنځ ته شوي چې آیا افغان ځواکونه د بشپړ امنیتي مسوولیت د اخیستلو له پاره چمتوالی لري که نه او ایا متحد حکومتونو په ۲۰۱۵ کال کې د خپلو سرتیرو د استقرار له پاره اړین ترتیبات نیولي دي که نه.

د پنتاگون یوه چارواکي چی د خپل هویت د نه بربڼدولو په شرط یی له فرانس پرس سره خبری کړي دي ویلي دي چې د سرتیرو د اییستلو د مودې غزول «یوه لاره چاره ده»، خو تر اوسه پورې په دې اړه کوم تصمیم نه دی نیول شوی. دغه چارواکي زیاته کړې ده: «د سرتیرو د شمیر په هکله غور کیږي چې په ټاکل شوې موده کې د هغو د ایستلو امکان شته او که نه.»

دغه چارواکي روښانه کړې ده چې په افغانستان کې د ناتو تر مشرۍ لاندې د ځواکونو نوی قوماندان جنرال جان کیمپبیل، او نور لوړ پوړي قوماندان په دی هکله غور کوي چې آیا د ټاکلي مودې څخه وروسته د زیات شمیر سرتیرو پاتې کیدو ته اړتیا شته که نه.

خو یو بل امریکايي چارواکي چې هغه هم فرانس پرس ته د خپل هویت د نه بربنډولو په شرط خبرې کړې ویلي دي چې «په اوسني وخت کې جنرال کیمپبیل له اوسني پلان او د سرتیرو د ایستلو له مهال ویش سره د هوسايي احساس کوي.»

ولسمشر اوباما ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د امریکايی ځواکونو حضور ته د پای ټکې ږدي. خو د لوړ پوړو پوځي مشرانو سپارښتنې چې د عسکرو د ایستلو پروسه لږ څه ورو شي، ښايی ولسمشر له یو سخت سرخوږې سره مخامخ کړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب