1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو هوايي بمباريو په کندهار کي شپږ تنه کوچنيان وژلي دي

۱۳۸۹ شهریور ۱۱, پنجشنبه

د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کي د ناټو ځواکونو په هوايي بمباريو کي کوچنيان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/P2p1
د پيښي ټول قربانيان د ۵ څخه تر اوو کلونو پوري و
د پيښي ټول قربانيان د ۵ څخه تر اوو کلونو پوري وانځور: dpa

د کندهار څخه د المان ږغ راډيو خبريال وايي چي تيره ورځ غرمه مهال د ژړۍ ولسوالۍ د پساو پر کلي باندي په بمبارکي ۶ تنه ماشومان وژل سوي او يو شمير نور ټپيان سوي دي.

د کندهار په ميرويس روغتون کي يو تن چي زوی يې په دې بمباريو کي په دواړو سترګو ړوند سوی وايي چي: «طالبانو د ناټو پر پوځي کتار بريد وکړی او بيرته و تښتېدل خو تيارو په هغو کوچنيانو بمبارد وکړی چي د باغونو څخه را پورته سوي وه او پر يو پله باندي د راټولېدو په حال کي وه.»

د هغه په خبره چي په بريد کي شپږ تنه کوچنيان چي عمرونه يې د ۵ څخه تر اوو کلونو دي وژل سوي او يو شمېر چي تعداد يې نه دی ور معلوم ټپيان سوي دي.

په ميرويس روغتون کي د نورو ټپيانو سره راغلو د کورنيو غړو المان ږغ راډيو ته وويل چي په ټولو ولسواليو کي داسي حال دی چي سړی د بيري څخه د کورنه نسي راوتلای.

د هغوی په خبره باغونه يې شنه ولاړ دي خو دوی ور تلای نه سي چي ورسي بمبارد باندي کیږي.

« وروره موږ څنګه باغونو ته ورسو که ورسو خو دغه مو حال لکه دا اوس چي يې ته ويني کوچنيانو مو باغو ته تللي ول اوس وګوره يا ووژل سول يا دغه دی په سترګو ړوند دی. دهغه زما زوی دی دا نو چي اوس غټ سي زه څه په وکم دا دي په دواړو سترګو يې را ړوند کړی.»

د هغوی په خبره که دغه ډول ژوند وي نور نو د کورونو څخه د مجبوريته وزي او يو خوا ته به ځي په دغه ډول ژوند خو نور نه کيږي.

د کندهار والي د پيښې تايد کړی او زياته کړې يې ده چي د بريد کونو څخه بايد جدي پوښتني وسي او د قانون منګلو ته وسپارل سي. دا هغه خبري دي چي هر وخت يې دولتي چارواکي کوي.

د پيښي په اړه ايساف ځواکونو تر اوسه پوري رسنيو ته څه نه دي ويلي.

سيد سرور اماني/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل