1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو پر اکمالاتي ټانکرو بيا بريد سوی

۱۳۸۹ مهر ۱۴, چهارشنبه

وروسته تر هغه چي تيره اونۍ د ناټو څرخي الكوتكو د پاكستان په خاوره كي درې تنه پاكستاني سرتيري ووژل تر هغه وروسته په پاكستان كي د ناټو پر اكمالاتي موټرو باندي تر بل هر وخت حملي زياتي سوي دي.

https://p.dw.com/p/PWOm
په کوټه کي د ناټو اکمالاتي لارۍ د سوځلو په حال کي
په کوټه کي د ناټو اکمالاتي لارۍ د سوځلو په حال کيانځور: AP

په څو ورځو کي لومړی د سيند ايالت په شكارپور بيا په اسلام اباد او بيا د بلوچستان په منګوچر سيمه كي پر دې موټر باندي حملي وسوې، چي يو شمير د تيلو ټانكرونه يي وسوځول.

نن سهار وختي يو ځل بيا د بلوچستان ايالت د كوټي په اختراباد سيمه كي په افغانستان کي د ناټو پر اکمالاتي کاروان حمله سوې او ۱۷ تېل وړونکي موټر يې سوځول سوي دي.

ولي په كوټه كي بيا د پوليسو مشرحامد شكيل دويچه ويلي ته ويلي دي چي د سوځول سويو موټرو شميره تر دې لږ دی.

د هغه په خبره تر اوسه پوري د اتو څخه تر لسو كارنټينرونه په بشپړه توګه سوځيدلي دي، اور پري بل دى او ژغورل يي امكان نه لري. نور دوويشت كانټينرونه موږ د ولسي خلكو په

مرسته و ژغورل.

« دا ځكه چي هغوى په بند ځاى كي ولاړ دي، موږ هڅه وكړه چي دا ځاى ونړوو او دغه

لارۍ را وباسو، خو هڅه مو ناكامه سوه، د اور وژني كاركوونكي هم پر وخت را ونه رسيدل ځكه د اور وژلو كار هم ټكنى روان دی».

د افغانستان دپاره د خوراكي توكيو او د ناټو د اكمالاتو د رسولو دپاره پاكستان د ناټو څخه د لاري وركولو په وجه د يو سل شپېته ميليونه امريكايي ډالرو غوښتنه كړي ده خو ناټو افغانستان ته د خپلو اكمالاتو د رسولو دپاره د روسيې لاره غوره كړې ده.

هيره دي نه وي چي د پاكستان په بلوچستان ايالت كي وخت ناوخت دا رنګه پيښي كيږي چي تر دې وړاندي هم په دي ايالت كي په افغانستان كي د ناټو ځواكونو دپاره اكمالات وړونكي موټران له دا رنګه پيښو سره مخامخ سوي دي.

د دغي پيښي چي نن په كوټه كي رامنځ ته سوې وه او د ناټو ټانكرونه يي سوځولي وو د دي پيښي پړه وسلوالو طالبانو په غاړه اخيستې ده.

تاثير/ کوټه

کتونکی: نجيب الله زيارمل