1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو پنځه سرتیري سهواٌ وژل شوي دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

ناټو د سه شنبې په ورځ د افغانستان په سویل کې د پنځو تنو بهرنیو سرتیرو د وژل کیدو په اړه څېړنې پیل کړي دي. سیمه ییز چارواکي وایي چې دغه بهرني سرتیري د ناټو په یوه هوايي برید کې سهواُ وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CFGN
انځور: picture-alliance/JOKER

پیښه د افغانستان په زابل ولایت کې رامنځ ته شوې ده. دا په اپریل میاشت کې د یوې څرخي الوتکې د رالویدو له کبله د پنځو تنو بریتانیایي سرتیري تر وژل کیدو وروسته، ټر ټولو لویه پیښه ده چې ډیر شمیر بهرني سرتیري پکښې په یو واري وژل شوي دي.

په افغانستان کې د سهوې له کبله د سرتیرو د وژل کیدو تر ټولو وروستۍ پېښه هم په اپریل میاشت کې رامنځ ته شوې وه چې په پایله کې یې په لوگر ولایت کې پنځه تنه افغان سرتیري د ناټو په یوه هوايي يرغل کې ووژل شول.

د زابل ولایت امنیې قوماندان غلام سخي زوغلیوني، د دوشنبې په ورځ د وژل شویو بهرنیو عسکرو په اړه وویل: «زه دا خبره تائیدولای شم چې پنځه تنه بهرني عسکر د خپلو بمباريو په پایله کې په ارغنداب ولسوالۍ کې وژل شوي دي.»

په زابل ولایت کې د افغان پوځ یوه ویاند محسن خان، هم وویل چې دغه عسکر د یوې سهوې په پایله کې وژل شوي دي. خان زیاته کړې ده چې په پیښه کې یو تن افغان عسکر هم وژل شوی دی: «زموږ ځواکونه له بهرنیانو سره یوځای له یاغیانو سره په جگړه بوخت وو. بهرنیو ځواکونو د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه. خو هوایي ځواکونو پر غلطو ځایونو بمونه واچول.»

خان زیاته کړې ده: «زه دا خبره تائیدولای شي چې د ایساف ځواکونو ته مرگ ژوبله واوښته. موږ هم خپل یو عسکر له لاسه ورکړ.» په همدې حال کې د ایساف یوه چارواکي د دې خبري له منلو څخه ډډه کړې ده چې دغه کسان د خطایي فيرونو په پایله کې وژل شوي دي. هغه ویلي دي چې اوس د پیښې په اړه څېړني رواني دي. له بلې خوا ایساف په یوه بیانیه کې د افغانستان په سویل کې د خپلو پنځو سرتیرو وژل کیدل منلي دي.

ناټو اوس په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د شمیر د کمولو په حال کې ده. پلان شوې ده چې د روان کال تر پایه پورې په افغانستان کې د ناټو جنگي ماموریت پای ته ورسیږي او له دې هیواد څخه ټول بهرني جنگي ځواکونه ووځي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب