1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په بمباريو کې د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې په اړه د انجنر عبدالطيف آشنا سره مرکه

۱۳۸۶ تیر ۱۱, دوشنبه

ويچه ويلي: آشنا صاحب ستاسو له نظره پدې وروستيو کې د ناټو ځواکونو په عملياتو کي ولي ډيره مرگ ژوبله ملکي وگړو ته ور اوړي ستونزه څه ده؟

https://p.dw.com/p/DMp7
په بمباريو کې ډېره مرگ ژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده
په بمباريو کې ډېره مرگ ژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې دهانځور: AP
آشنا: ددې ستونزي په اړه موږ په وار وار هم ددولت رئس اوهم د بشر دحقوقو سازمانونو ته شکايتونه کړي ولي تر اوسه پوري دوي هڅ سر نه دی پسي گرځولی دانو اوس داسي ښکاري چې دا سوله ساتئ ځواک نه بلکي تيری کونکي ځواک دی.
ديچه ويلي: ائتلافي ځواکونه خو پدې پوهېږي چې هر څومره چې وملکي وگړوته زيان رسېږي هغومره له دوی څخه افغان اولس ليري کيږي او ددوي د مخالفينوخواته زړه ښه کوي مگر دوي بياهم داسي تير وتني کوي ولي علت په څه کې دی.
اشنا: ترکومه ځايه پورچي معلومه ده پخپله د ائتلافي ځواکونو په منځ کې هم بې اتفاقي سته دوئ هم په يوه مشوره او سلا کار نه کوي امريکايي ځواکونه ځان ته عمليات کوي برتانوي ځواکونه يي پر خپل سر ډ نگوي
شاهد يو هدف يي هم داوي چې يو د بل په وړاندي خلگ راوپاروي او همدارنگه خلگ ودې ته پاروی چې راووزي او لاريونونه تر سره کړي او ددوي په وړاندي يو ملی قيام وکړي بل ځه خو زه نه وينم نه يې په هدف پوهيږم.
دويچه ويلي: تيره اونۍ ولسمشر حامد کرزي هم په يوه مطبوعاتي کنفرانس کښې ډيري جدي خبري وکړې او د ائتلافي ځواکونو څخه يي په ټېنگه وغوښتل چې نو داکارونه د زغملو وړنه دي خو بياهم د ملکي وگړو وژل دوام لري.
اشنا: ددولت د رئس په خفگان باندي د افغانستان د خلگو قناعت نه اصلېږي ځکه هر ځاي چې ملکی وگړي وژل سوي دي ولسمشر هيڅ نه دي کړي نه پوهيږم چې ددغه واک نلري چې ودوي ته دي مخامخ څه ووايي دغه فقط د دفاوزارت تر نامه لاندي د کميسون جوړيدل دا يوازي د هغو خلگو لپاره وی چې يوازي له سفيرانو په سفارتونو کي وگوري نو هيځ هم نسته دايوازي د کاغذ پرخ باندي يي که تاسو فکر وکړی دهغه ورځي راهېسي چې دا کميسون جوړسوي داډول تيروتني ډېري سوي او خلگ يي ډ يرخوابدي کړي دي
د افغانستان خلگ اوس ددولت له مشره څخه ددې غوښتونکي دې چې يادي لاس په کار سې يا دي نو له دې څوکۍ څخه استيفا وکړي بيا نو ضرورت نسته چې څوک وداسي چوکۍ ته ځان آماده کوي.
دويچه ويلي: ستونزه څه ده ولي ائتلافي ځواکونه دې ته اړسوي چې د خلگو په کورونو ور ننوزي اويا د ملکي وگړو پر کورونو باندي بمبارۍ وکړي آیا رشتيا هم له که دوی چې وايي طالبان په له دې کورونو څخه د سنگر کار اخلي.
آشنا: نه دا دطالبانوخبره نه ده تاسي وگورۍ د کندهار ښار په زړه کي د حضرت جي بابا په سيمه کي دوئ يو کور ته ورځي او دهغوئ دروازې په بمونو ور الوزوي او يا د دې ښارد ډ نډ په سيمه کي د کور په منځ کې خلگ وژني او نور له ځان سره بيايي دلته طالبان چيري وه داخو ښار دی دااوس موږ ته معلومه ده چې ددوئ په منځ کې هم داسي څوک سته چې د افغانانو غوثه راوپاروي او خلگ اوس پدې فکر کې دي چې هغه ځواکونه ندي چې د افغانستان د ژغورلو لپاره راغلي دي دا اصلآ هغه ځواکونه دي چې پر افغانستان باندې تيری کړی دی نورد خلگو هوصله پاي ته رسيدلي هر وخت چې وي افغانان به ددي خلگو په وړاندي يو ملي قيام يا پاڅون کوي .
د ويچه ويلي: دولت بايد څه وکړي تر څود ملکي وگړو د وژلو مخنيوی وسي.
آشنا:له دولت څخه زموږ غوښتنه داده چې تر هرڅه لومړی بايد و خارجي قواو ته د عملياتو اجازه ورنه کړل سي له دوي سره بايد ملي پوځ او ملي پوليس ملگري وي بيا بايد دوي عمليات وکړي ځکه د منطقې کلتور او عناعنات بايد په نظر کې ونيول سي او دخپلسرو عملياتو مخنيوي وسي.
کنه نو ددغه ډول اعمالو په ترسره کيد و سره د خلگو غوثه راپارول کيږي چې بيا ته يي مخنيوی ددولت له وسه وتلی کار وي.