1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان په اړه کوم بحثونه کیږي؟

مسعود جهش۱۳۹۵ تیر ۱۸, جمعه

د ناټو مشران د افغانستان په اړه پر درو موضوعګانو باندې توافق کوي. د افغان ځواکونو تمویل، په افغانستان کې د ناټو حضور او له افغانستان سره د سیاسي اوږد مهاله ژمنې تازه کول، د بحث موضوعګانې دي.

https://p.dw.com/p/1JM2J
NATO Gipfel in Gruppenbild
انځور: Reuters/J. Ernst

د ناټو کنفرانس د جمعې په ورځ د پولند په پلازمیه وارسا کې پیل شو. پلان شوې ده چې د شنبې په ورځ د نورو موضوعګانو تر څنګ د ناټو غړي هیوادونه په افغانستان کې د «پریکړنده ملاتړ» ماموریت او د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل په اړه بحث وکړي.

د ناټو د سرمشرې د لومړۍ ورځې بحثونه تر ډیره حده پورې پر دفاعي مسایلو متمرکز وو. د ناټو سرمنشي ینس ستولنبرګ، یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د اروپا په ختیځ کې په پرتو هیوادونو کې د ناټو د حضور پراخول یوازې «مخنیوونکی»، او د ناټو له غړو هیوادونو څخه د دفاع هدف لري.

د افغانستان په اړه بحثونه

د ناټو سرمنشي د شنبې په ورځ د افغانستان په اړه د بحثونو تر پیلیدو مخکې له ولسمشر غني او اجراییه وي رییس عبدالله عبدالله سره ویني.

هغه د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په پلان کې ده د ناټو غړي هیوادونه د افغانستان په اړه پر درو موضوعګانو توافق وکړي: د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل دوام، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو حضور، له افغان حکومت سره د اوږد مهاله سیاسي ژمنې تازه کول.

په لومړي مورد کې افغان حکومت تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل په موخه هر کال د پنځه میلیارده ډالرو په شاوخوا کې پیسو غوښتنه کړې ده. تمه کیږې چې د دغو پیسو ډیره برخه امریکا متحده ایالات د کابل حکومت ته ورکړي خو د ناټو نور غړي به هم خپله ونډه ادا کوي.

په دویم مورد کې، امریکا متحده ایالاتو پریکړه کړې ده چې د روان کال تر پایه پورې په افغانستان کې خپل ۸۴۰۰ سرتیري وساتي. افغان ولسمشر د دغه پریکړې هرکلی کړی دی.

د ناټو عمومي سرمنشي ویلي دي چې پر ټولو دغو موضوعګانو باندې توافق د افغانستان له ثبات سره مرسته کوي او د دې مخه نیسي چې دغه هیواد ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای باندې بدل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب