1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو غړي هیوادونه باید خپل پخواني لګښتونه تادیه کړي

۱۳۹۶ خرداد ۴, پنجشنبه

دونالد ترمپ د ناټو سرمشریزه د دغه تړون پر یو شمیر غړو له لفظې حملو سره پرانیستله. هغه وویل چې ډیر شمیر غړي هیوادونه باید خپل پخواني لګښتونه تادیه کړي. هغه تروریزم او مهاجرت د ناټو له پاره دوه مهم ګواښونه وبلل.

https://p.dw.com/p/2daHj
Belgien Trump und Stoltenberg
انځور: Reuters/C. Hartmann

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ناټو له غړو وغوښتل چې خپله دفاعي بودیجه زیاته کړي. نوموړي په بروکسل کې د ناټو په مقر کې وویل چې ډیر شمیر غړي هیوادونه اوس هم پر خپلو مالي ژمنو عمل نه کوي.

ترمپ زیاته کړه چې دا د ژمنو نه پوره کول په امریکا کې د هغو کسانو په نسبت عادلانه نه دی، چې د خپلو مالیاتو له طریقه دغه لګښتونه برابروي.

د امریکا ولسمشر وویل چې د ناټو د ۲۸ غړو له جملې څخه ۲۳ هیوادونه یې تر اوسه پورې د خپل ناخالص داخلي بودیجې دوه سلنه یې هم دفاعي بودیجې ته نه ځانګړې کوي او ډیر شمیر هیوادونه د کلونو راهیسې په دې برخه کې ډیر پوروړي دي.

د ترمپ هغه ادعا چې غړي هیوادونه له پخوانه هم له ناټو پوروړي دي، د دغه پوځي تړون ډیر شمیر هیوادونه اندیښمن کړي دي. اندیښنه له دې امله ده چې تر اوسه پورې ناټو کوم مالي صندوق نه درلود چې پیسې یې کمې شوې وي.

د ناټو غړو په دې اړه وویل چې هر کال به داسې پلان وړاندې کړي چې څنګه کولی شي د «دوه فیصده» هدف ته ورسیږي.

د آلمان دریځ

 د آلمان صدراعظمې د ترمپ د ادعا په ردولو سره وویل چې هیواد یې د دفاعي لګښتونو له پاره کافي بودیجه ځانګړې کړي ده او د بودیجې د زیاتولو په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګ پاتې شوی دی.

د آلمان صدراعظمي په دغه سرمشریزه کې څرګنده کړه چې هیواد یې د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې بر وړاندې د مبارزې په برخه کې اضافي بودیجه پر غاړې نه اخلي. میرکل وویل چې هیواد یې په عراق او افغانستان کې د ناټو د ماموریتونو په برخه کې څرګنده او لویه ونډه لري.

 ترمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال په پرله پسې ډول پر دغه پوځي تړون نیوکه کوله او ناټو د راتلونکي په اړه یې ناهیلي ښودله. نوموړی د ناټو له غړو هیوادونو څخه دوه هیلې لري لومړی دا چې د غړو هیوادونو دفاعي بودیجه او دویم له ترهګرۍ سره مبارزه دې په شدت سره زیاته کړي.

 د امریکا ولسمشر وویل: «ناټو باید په راتلونکي کې پر ترهګرۍ، مهاجرت او د ناټو په سویلي او ختیځو سرحدونو کې د روسیې له خوا پر تهدیدونو تمرکز وکړي.»