1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په عملیاتو کي 13 ملکي وګړي ووژل شول

۱۳۹۰ تیر ۱۶, پنجشنبه

د خوست د ولايت د امنيي قوماندان، محمد زازی، وايي چي په دغه ولایت کي 13 ملکي کسان د ناتو د يوه هوایي برید په ترڅ کي وژل شوي. ناټو د پیښي پښلی کړي خو ویلي یي دي چي وژل شوي کسان د یاغیانو د کورنۍ غړي ول

https://p.dw.com/p/11r4D
13 ملکیان د ناټو په هوایی برید کي ووژل شول
13 ملکیان د ناټو په هوایی برید کي ووژل شولانځور: AP

د خوست د ولايت د امنيي قوماندان، محمد زازي، زیاتوي چي پيښه د پنج شنبي په ورځ رامنځ ته شوي. د ده په حواله د وژل شويو کسانو په ډلي کي ډيري ښځي او ماشومان شامل دي:

«په خواښيني سره بايد ووايم چي نن سهار پر يوه کور د ناټو د هوايي بريد په پايلي کي اته ښځي، څلور ماشومان او يو نارينه ملکیانو خپل ژوندونه له لاسه ورکړل.»

نوموړی زیاتوي چي د حقاني شبکي پورې تړلي څلور طالبان هم په پيښي کي وژل شوي دي. هغه وايي چي په څلورو وژل شويو کسانو کي يو هم د حقاني د ډلي قوماندان شامل دی.

«د حقاني د ډلي د څلورو اعضاو مړي هم، ويشتل شوي کور ته نږدي پیدا شوي. سيمي ته يو اهيت استول شوي ترسو دغه پيښه له نږدي څخه وڅيړي.»

د خوست د والي وياند هم د پيښې پخلی کړی خو د جزيياتو د ورکولو څخه يي ډډه کړي ده.

افغانستان کي میشتو د ناټو ځواکونو ويلي چي هغه کسان چي په بريد کي وژل شوي د حقاني ډلي پوري د تړلو کسانو د کورنۍ غړي ول. ناتو وايي چه په نښه شوی کور د دوي د بريد هدف وه.

د ناټو د ویاند په خبره کله چي افغان او بهرنيو ځواکونو سيمي ته د حقاني د ډلي د غړو د نيولو لپاره ورسيدل، دوي د درنو او سپکو وسلو تر بريد لاندي ونيول شول. د ناټو وياند وایي چي افغان او بهرنيو ځواکونو دغي پيښي ته په ځواب کي د هوايي ځواکونو څخه مرسته وغوښته.

دغه وياند زیاتوي چي په هوايي بريد کي ځينی یاغیان او په نا اګاهانه ډول د هغوي د کورنۍ ځيني غړي ووژل شول.

د دغي پيښي څخه وروسته ځايي کسانو مظاهري په لاره واچولي. پيښه په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي يوازي يوه ورځ پخوا د غزني ولايت چارواکو ويلي چي د ناټو په عملياتو کي دوه ملکی کسان وژل شوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل