1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په غونډه کي به د افغانستان استازيتوب څوک کوي؟

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۱۰, جمعه

د ناټو په راتلونکې غونډه کې به څوک د افغانستان استازيتوب وکړي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د دغه سازمان غړي یې له ځانه څخه کوي. د پلان له مخې باید د اگست مياشتي پر دویمه نېټه نوي افغان ولسمشر ته واک سپارل شوی وای.

https://p.dw.com/p/1CnFf
انځور: John Thys/AFP/Getty Images

د افغانستان ولسمشرۍ ته دواړه کانديدان تر اوسه لا هم دې موافقې ته سره رسېدلي نه دي چې په دویم پړاو کې له دوی څخه څوک گټونکی دی. دا په داسې حال کې ده چې لوېدیځ اوس له افغانستان څخه د روان کال تر پایه پوري په پشپړه توگه د خپلو ټولو جنگي ځواکونو ایستلو ته چمتووالی نيسي.

په داسې حال کې چې باید د اگست مياشتي پر دویمه نېټه نوي ولسمشر د لوړي مراسم ترسره کړي وای، او په داسې حال کې چې همدا اوس د ټاکنو له لومړي پړاوه څلور میاشتي تیري شوي دي، ولسمشر کرزی په ارگ کې ناست دی.

دیپلوماتان وایي چې د سپتمبر پر ۴مه او ۵مه نېټه باندي د ناټو پلان شوي غونډي ته ښايي پخپله ولسمشر کرزی وروبلل شي او یا خو هم هغه ته دا اختیار ورکړل شي چې د غونډي گډونوال معرفي کړي. که په دې غونډه کې پخپله ولسمشر کرزی د افغانستان د ولسمشر په توگه گډون وکړي، نو ځیني تخنیکي ستونزي رامنځ ته کیدای شي، ځکه د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشر په توگه د هغه کاري دوره پای ته رسیدلې ده.

پر دې سربیره دغه موضوع د امریکا متحده ایالاتو له پاره هم ستونزي رامنځ ته کولای شي، ځکه تر دې دمخه ولسمشر کرزي له واشنگټن سره د امنیتي تړون له لاسلیکولو څخه ډډه وکړه. همدې او یو شمیر نورو موضوعگانو د کرزي او اوباما ادارې تر منځ اړیکې یو څه ترینگلي کړې.

که واشنگټن له کابل سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، نو د روان کال تر پایه پوري باید له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي او د دغه هیواد امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانان پرغاړه واخلي. ولسمشرۍ ته دواړو کانديدانو ویلي دي چې د دغه تړون لاسلیکولو ته چمتو دي.

یوه دیپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «هغوی [ناټو] نه غواړي چې هغه [ولسمشر کرزی] مېله خرابه کړي.»

په افغانستان کې نه یوازي د یاغیانو بریدونو زور اخيستی دی، بلکي د بهرنیو مرستو د کمیدو له کبله اقتصاد هم ضعیفه شوی او کيږي او د روان سیاسي کړکیچ پای هم نه ښکاري.

د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې دواړو کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله یو له بل سره موافقه کړې ده چې ټولي اته میلیونه رایې له سره تفتیش کړي. دغه بهیر کیدای شي چې تر پلان شوي نېټې ډیر وخت ونیسي. په لومړي سر کې ویل شوی ول چې هغه به یوازي یوه میاشت وخت ونیسي، خو اوس داسي ښکاري چې دغه بهیر به میاشتي وخت وغواړي.

د لومړنیو اعلان شویو پایلو له مخې د مخکښ کانديد اشرف غني احمدزي یوه ویاند طاهر زهیر، ویلي دي: «موږ هیله لرو چې د ټاکنو بهیر به د ناټو تر غونډې پوري پای ته ورسیږي. که هغه دوام وکړي نو هم زموږ او هم د نړیوالي ټولني له پاره یوه ډیره لویه اندیښنه ده.»

دغه ویاند زیاته کړه چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر باید په دې غونډه کې گډون وکړي. خو هغه په عین وخت کې دا هم وویل چې که د ټاکنو پایلي روښانه نه وي او د هغوی تیم ته په کنفرانس کې د گډون بلنه ورکړل شي نو هغوی به گډون نه وکړي. له بلې خوا بیا د عبدالله عبدالله د ټيم یوه وياند محمود سیقل ویلي دي چې کرزی هم باید په دې کنفراسن کې گډون نه وکړي ځکه د هغه په خبره دا د افغانستان د راتلونکې موضوع ده.

د دې له پاره چې ناټو وکولای شي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل نوی روزنیز ماموریت پیل کړي کابل باید له واشنگټن سره امنیتي او د ځواکونو د وضعیت تړونونه لاسلیک کړي. ناټو ویلي دي چې که دغه تړونونه لاسلیک نه شي نو په افغانستان به خپل نوی ماموریت پیل نه کړي.

د ناټو په راتلونکې غونډه کې به د طالبانو رژيم تر نسکورېدو وروسته د افغانستان لاس ته راوړني وارزول شي. پر دې سربیره په همدې نزدې راتلونکې کې د ملگرو ملتونو عمومي اسامبله هم جوړیدونکې ده چې پلان شوې ده د افغانستان نوی ولسمشر پکې خبری وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسمشر ویاند بيا وایي چې نوی ولسمشر به د اگست میاشتي تر پایه پوري وټاکل شي. د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وویل چې د تفتیش پایلي به د اگست مياشتي تر ۲۵ نېټې پوري معلومي شي. هغه زیاته کړه: «دغه موده به و نه غځول شي ځکه خلک ډیر زوریدلي دي.»

خو د ناټو دیپلوماتان اندیښنه لري چې د تفتیش بهیر کیدای شي څو میاشي وخت ونیسي. هغوی وایي اوس لا وختي دی چې په دې اړه یوه پریکړه وشي چې د ناټو په غونډه کې به څوک گډون کوي. هغوی روښانوي چې یو امکان دا کیدای شي چې د افغانستان د دفاع او یا هم بهرنیو چارو وزیر په دغه غونډه کې گډون وکړي.