1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ناټو په هوايي بريد کي ۱۱ افغان پوليس وژل سوي»

۱۳۹۴ شهریور ۱۶, دوشنبه

افغان چارواکي وايي چي په هلمند ولايت کي د ناټو په يوه هوايي بريد کي ۱۱پوليس او له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت کارکوونکي وژل سوي دي. ناټو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

https://p.dw.com/p/1GSE1
انځور: Reuters/Mohamad Bayoush

دغه افغان چارواکي چي نوم ئې ښوول سوی نه دئ، ويلي دي چي د ناټو ځواکونو دغه هوايي بريد په گرمسير ولسوالۍ کي په داسي وخت کي سوی دئ، چي د مخدرو موادو د قاچاقبرانو د نيولو عمليات روان ول.

دغه چارواکي چي له رسنيو سره ئې د خبرو اجازه نه لرله او نوم ئې پټ ساتل سوی دئ، زياته کړې ده چي د يکشنبې په ورځ په يوه بل هوايي يرغل کي چي تر لښکرگاه ښار دباندي سوی له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت نور څلور کارکوونکي ټپيان سوي دي.

د هلمند ولايت د پوليسو مشر نبي جان ملا خېل د هوايي بريد خبر تائيد کړی دئ، خو د تلفاتو په اړه ئې معلومات ورکړي نه دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب دانش د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «د هلمند ولايت په گرمسير ولسوالۍ کي د نړيوالو ځواکونو په يوه هوايي بريد کي له مخدرو موادو سره د مبارزې ۱۱ پوليس وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.»

له بلي خوا بيا د کورنيو چارو وزارت له مدخدرو موادو سره د مبارزې ادارې وياند د پوليسو د مرگ ژوبلي خبر تائيد کړی، خو دا ئې ويلي نه دي چي هوايي بريد چا کړی دئ.

په افغانستان کي د ناټو له خوا په يوه خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي دوی د يکشنبې په ورځ په هلمند ولايت کي هوايي بريد کړی نه دئ.