1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په هوايي برید کې اته ملکیان ووژل شول

۱۳۹۱ خرداد ۷, یکشنبه

افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې د ناټو د ځواکونو په یوه هوایي برید کې د یوې کورنۍ اته غړي چې پکښې یوه ښځه او شپږ ماشومان شامل دي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1538H
انځور: dapd

دا پېښه د پکتیا ولایت په «گرده سیرۍ» ولسوالۍ کې د شبنې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوې ده. د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون، هم د پیښې پخلی کړی دئ. هغه له دویچه ویله (المان غږ) سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي دي: «تیره شپه شاوخوا اته بجې په گرده سیړۍ ولسوالۍ کې ایساف هوایي عملیات تر سره کړل. د دې عملیاتو په ترڅ کې د یوې کورنۍ اته تنه غړي ټول له منځه وړل شوي دي.»

سمون زیاته کړه چې د تباه شوې کورنۍ مشر محمد شفیع نومیږي چې د هغه په خبره د افغان حکومت په کوم تور لیست کې نه وو شامل. سمون وویل چې شفیع له ياغیانو سره کومه رابطه نه درلوده.

د ناټو یوه ویاند ویلي دي چې هغوی له پېښې خبر دي او په اړه ئې نور معلومات راټولوي. د ملکي وگړو وژنه د افغان حکومت او نړیوال ټولنې تر منځ د بحث یوه توده موضوع ده. ولسمشر کرزي تل پر بهرنیو ځواکونو باندې غږ کړی دئ چې پخپلو عملیاتو کې د ملکي کسانو د وژنې مخنیوي وکړي.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون، ویلي دي چې ناټو دغه بمبارۍ له افغان چارواکو سره نه وه همغږې کړې: «دوی تل پخپل سر عملیات تر سره کوي او دا ځل ئې هم خپله دغه تجربه تکرار کړه... هغوی تل د افغانستان په کلیو کې عملیات کوي په داسې حال کې چې افغان ولسمشر په وار وار ویلي دي چې د افغانستان په کلیو کې یاغیان نه شته. هغوی تل اشتباه کوي او نن ئې بیا خپله اشتباه تکرار کړه.»

دا په داسې حال کې ده چې ناټو غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه راوباسي او د دې هیواد ټول امنیتي مسئولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.

د روان کال په فبروري میاشت کې هم د افغانستان په کاپیسا ولایت د ناټو د یوه برید په پایله کې اته ماشومان وژل شوی ول. تر هغې پېښې وروسته ولسمشر کرزي د پلټونو د پیل امر کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان میشتو ائیتلافي ځواکونو ویلي دي چې په یوې جلا پیښې کې د افغانستان په جنوب کې څلور بهرني سرتیري له لیري لارې څخه د یوه کنترول کیدونکي بم په واسطه وژل شوي دي.

اژانسونه/ مسعود جهش
گتونکی: سید ریاض