1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو ځيني غړي افغانستان ته نور سرتيري لېږي

۱۳۹۱ شهریور ۸, چهارشنبه

يوه کاناډايي پوځي پلان جوړوونکي ويلي دي، چي کيدای شي ناټو تر ۲۰۱۴ کال پوري نور سرتيري افغانستان ته واستوي. په پلان کي ده چي دغه سرتيري به د تجهيزاتو په را ايستلو کي مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/15z5o
انځور: AP

کولین ریچاردسن، دغه راز ويلي دي چي که د ناټو پر مخ د پاکستان پوله وتړل شي، نو دغه سازمان به له افغانستان څخه د وتلو له پاره له نورو لارو څخه کار واخلي.

ریچاردسن وایي چي ناټو باید د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه۲۰۰۰۰۰ کانتینره را وباسي. د ځینو اټکلونو له مخي ناټو باید له افغانستان څخه د ۶۰ میلیاردو ډالر په ارزښت تجهیزات بيرته وباسي.

ریچاردسن ویلي دي، په داسي حال کي چي په افغانستان کي په ټولیزه توگه د بهرنیو ځواکونو شمیر د کمېدو په حال کي دئ، کيدای شي چي ځیني هیوادونه په موقتي توگه افغانستان ته اضافي سرتیري واستوي.

دې پوځي کارپوه وویل: «تجربې ښوولې ده چي له افغانستان څخه د وتلو له پاره ښايي یو شمیر هیوادونه دې هیواد ته اضافي سرتیري واستوي، چي د تجهیزاتو په را ایستلو کي له خپلو ملگرو سره مرسته وکړي.»

تمه کیږي چي ناټو به له افغانستان څخه خپل ځواکونه او تجهیزات د مځکي، هوا او درياب له لاري را وباسي. د ریچاردسن په خبره د ناټو ټول ځواکونه او تجهیزات به د پاکستان له لاري را و نه ایستل شي.

له پاکستان سره حساسي اړیکي

پاکستان تر دې دمخه کله نا کله د ناټو پر مخ خپل سرحد تړلی دئ. وروستی وار دغه هیواد د ناټو پر مخ خپل سرحد نزدې اووه میاشتي تړلي وو. د پاکستان د دې پریکړي لامل د ناټو په یوه هوایي يرغل کي د ۲۴ پاکستاني سرتیرو وژل وو.

ریچاردسن وویل: «ایا ټول هیوادونه غواړي چي د پاکستان لاره پرانیستې وي؟ هو. خو ایا موږ له پاکستانه ماسوا هم له افغانستان څخه وتلای شو؟ هو.»

ناټو دغه راز له ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان او روسیې سره داسي تړونونه لاسلیک کړي دي، چي له مخې ئې کولای شي له افغانستان څخه خپل سرتیري د دغه هيوادونو له لاري ترانزيت وباسي.

له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو او تجهیزاتو د ایستلو بهیر لا وختي پیل شوی دئ. اوس هغه باري الوتکي چي افغانستان ته اکمالات کوي د بيرته تگ پرمهال د ناټو تجهیزات هم انتقالوي.

په افغانستان کې میشت د ناټو غړي هیوادونه له دې هیواد څخه د وتلو له پاره خپل پلانونه لري، خو د ناټو له هغوی څخه غواړي چي په دې بهیر کي همغږي موجوده وي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل