1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نا امنیو ډېرښت پارلمان اندېښمن کړی

حسین سیرت۱۳۹۴ فروردین ۳۱, دوشنبه

په بدخشان او غزني کې د سرونو پریکولو پیښو او په جلال آباد ښار کې د کابل بانک ودانۍ مخې ته خونړي برید د افغانستان پارلمان انديښمن کړی دی. د استازو په وینا حکومت باید ځواب وواي چې ولې د وینې تویدنې مخه نه نیول کیږي.

https://p.dw.com/p/1FBBC
انځور: picture alliance/AA/S. K. Sadat

په تیره اوونۍ کې طالبانو او د دولت وسله والو مخالفو ډلو په خونړیو بریدونو لاس پورې کړی دی او په بدخشان او غزني ولایتونو کې د سرونو پریکولو پیښو د خلکو په منځ کې ویره خپره کړې ده.

د ولسي جرگې یو شمیر استازو وویل چې امنیتي ځواکونه په یوازې سر د افغانستان د دفاع او امنیت ساتلو توان نه لري خلک باید په خپله لاس په کار شي او د تروریستي ډلو پر ضد وجنگیږي. یو شمیر نورو استازو وویل چې په افغانستان کې د داعش فعالیت هغه یو پروگرام دی چې د نورو هیوادونو د استخباراتو له خوا اداره کیږي او په وینا یې حکومت د دغې ډلي د کنترولولو توان نه لري.

ویل کیږي چې اوسمهال د بدخشان، کندز، فاریاب، هلمند، غزني زابل او د یو شمیر نورو ولایتونو ځینې برخې له گواښ سره مخامخ دي. د ولسي جرگې استازو خبرداری ورکړ چې حکومت باید له مخالفو ډلو سره د مبارزې له پاره د منلو وړ پروگرام ولري.

د ولسې جرگې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې یو شمیر استازو وویل چې طالبان په امنو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي او خلکو ته یې جدي خطرونه متوجې کړي دي. په ولسي جرگه کې د تخار استازي حبیبې دانش وویل: «که چیري ادعا وکړم ۶۰ سلنه تخار د طالبانو په لاس کې دی نو غلطه به نه یم. که چیري د تخار ستراتيژیکي نقطې د طالبانو یا داعش لاس ته ولویږي نو تاسو مجبوره یاست چې په میاشتو وجنگیږئ، څو تخار د طالبانو له کنترول وباسئ.»

«شمال ته د داعش انتقالیدل»

د ولسي جرگې د یو شمیر استازو په وینا د سیمې استخبارات په دې هڅه کې دي چې داعش د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره پر پوله ولایتونو کې ځای پر ځای کړي. د هغوی په وینا بدخشان ولایت ډیر نا امنه شوی دی، جنگیالي په فاریاب کې پراخ حضور لري او د کندز ولایت درې ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي.

د نصرالله صادقي زاده نیلي په نوم استازي وویل چې ولسمشر باید دا واضع وکړي چې افغانستان په کومي خوا روان دی دی.

په ولسي جرگه کې د فراه ولایت استازي سمیع الله صمیم وویل چې په دغه ولایت کې څلور میاشتي دمخه د داعش د جنگیالیو شمیر شپږ تنه وو خو اوس دغه شمیر ۴۷۰ تنو ته رسېدلی دی. د هغه په وینا په دغه ډله کې چیچنيان، ازبکان او ایراني جنگیالي شامل دي. د صميم په وینا داعش غواړي چې په فراه ولایت کې پر انار درې ولسوالۍ حمله وکړي او دغه ولسوالي خپله اډه وگرځوي.

د وسلو رانیول

د ناامنیو او د طالبانو د بریدونو د زیاتیدو په تعقیب، د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو چارواکي وایي چې امنیتي ځواک د جنگي الوتکو او درنو وسلو له کمښت سره مخامخ دی. د هغوی په وینا په همدې دلیل امنیتي ځواک د طالبانو او وسله والو په ځپلو نه دی توانیدلی.

د ولسي جرگې د یو شمیر استازو په وینا حکومت باید په دې برخه کې تصمیم ونیسي او د امنیتي ځواکونو د اړتیا وړ وسلې رانیسي. د فراه ولایت استازي محمد سرور عثماني وویل: «حکومت دي د هوایي ځواک د پياوړتيا له پاره له روسیې، چین، هند او د بانکي ذخایزو او نورو ظرفیتونو څخه استفاده وکړي او وسلې دي رانیسي. له هغه پرته موږ په یو میلیون عسکرو سره هم د خپلي خاورې دفاع نه شو کولای.»

د مدیریت ضعف

په بدخشان او بلخ ولایتونو کې تر بریدونو وروسته د افغانستان ملي امنیت وویل چې دوې ورځې دمخه یې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته معلومات ورکړي وو چې جنگیالي د اردو پر پوستو او د بلخ د استنیاف پر محکمې د یرغل تصمیم لري.

د ولسي جرگې یو شمیر استازو وویل چې هغه دولتي چارواکي چې د مدیریت او یرغلونو د مهارولو وړتیا نه لري باید استیضاح شي او د هغوی پر ځای باید نور کسان وگومارل شي.

خو د جرگې ډیر استازي په دې باور ول چې د امنیتي چارواکو استیضاح کوم درد نه دوا کوي، ځکه چې په وینا یې د حکومت رهبري د نا امنیو د کنترولولو له پاره اراده او پروگرامونه نه لري.